ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هوايي بریدونو کې د فراه لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هوايي بریدونو کې د فراه لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Mar 2017 - 09:26
په هوايي بریدونو کې د فراه لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Mar 2017 - 09:26

فراه (پژواک، ١٤ کب ۹۵): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې هوايي بريد لږ تر لږه نهه ملکي وګړي وژلي او شل نور ټپيان دي.

دغه بريد د يادې ولسوالۍ په فراه رود سيمه کې تېره ورځ له غرمې وروسته شوى دى.

د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکترعبدالحکيم رسولي وايي چې په دغه هوايي بريد کې د وژل شوو نهو تنو مړي او ٢٠ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

د فراه د ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر عبیدالله د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې ۷ نجونې او دوه هلکان دي او په ټپيانو کې هم ډېری ماشومان دي.

هغه وايي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

خو د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي وايي چې په دغه هوايي بريد کې څلور ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

هغه ونه ويل چې دغه هوايي بريد افغان او که بهرنيو ځواکونو کړى دی.

د ده په وينا، دولتي ځواکونو له درېيو ورځو راهیسې د بالابلوک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

رسولی وویل: "دغه پېښه ماسپښين درې بجې د همدغو عملیاتو په لړ کې رامنځته شوې او علت يې دا دی چې طالبانو ملکي کسان سپر کړي وو او په عملياتو کې ملکي کسان مړه او ژوبل شوي دي."

په دغه بريد کې ژوبل شوي ۴۵ کلن احمدشاه د فراه په ولایتي روغتون کې پژواک ته وویل، درې ورځي کېږي چې هلته د دولت او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او د سيمې شاوخوا دوه سوه تنه چې ډېر يې ښځې او ماشومان وو، د همدې جګړې له وېرې اړ شول چې پشترود ولسوالۍ ته ولاړ شي.

 هغه وايي: "په موټرو کې سپاره شوو... چې د (جر اخوندزاده) په سیمه کې دوې چورلکې را ورسېدې، موږ هم ټولې ښځې راښکته کړې چې دوی يې وویني چې موږ ملکي کسان یو، خو دوی پر موږ بمبار پیل کړ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.