ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د اسيا په ساحلي فوټبال سياليو کې چين ته ماتې ورکړه

افغانستان د اسيا په ساحلي فوټبال سياليو کې چين ته ماتې ورکړه

author avatar
5 Mar 2017 - 13:55
افغانستان د اسيا په ساحلي فوټبال سياليو کې چين ته ماتې ورکړه
author avatar
5 Mar 2017 - 13:55

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٥): افغانستان د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام ته د لار موندلو په سياليو کې چين ته هم ستره ماتې ورکړه.

دا لوبې د کب په ١٤مه د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو تر منځ پيل او په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان، په ب ګروپ کې عمان، لبنان او ټايلينډ او په سي ګروپ کې جاپان، امارات، عراق او قطر شامل دي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغانستان نن خپله دويمه لوبه له چين سره ترسره کړه چې اووه پر دوه ګولونو يې دغه هېواد ته ماتې ورکړه.

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې له لوري رووف قادري درې، سميع الله محمدي دوه، زين الدين شريفي او حميد ګلزار يو يو ګولونه ووهل.

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې پرون کوربه هېواد ماليزيا ته هم پنځه پر دوه ګولونو ماتې ورکړې وه.

افغانستان به له دې وروسته له ايران او بحرين سره لوبې کوي او قوي امکان شته چې دويم پړاو ته لاره پيدا کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.