د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ ماشومان :وسله وال دې د مرميو پر ځاى پر موږ ګلان وشيندي

د بلخ ماشومان :وسله وال دې د مرميو پر ځاى پر موږ ګلان وشيندي

Mar 05, 2017 - 17:11

مزارشريف (پژواک،۱۵ کب ۹۵): د بلخ ماشومانو د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې نور دې پرې د مرميو پر ځای ګلونه وشيندي. بلخوا د بلخ نجونو پر دېوالونو د نقاشۍ له لارې خپلې ټولنې ته د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي په اړه (نه) وويل.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کب په ۱۵مه، د نهاد مردمي ټولنې لخوا د ماشومانو د ورځې په وياړ لسګونه ماشومان د ساعتېرۍ او يوې خوله خندا لپاره راټول شوي وو.

د دغه پروګرام يو ښه والى دا هم و چې ډېری چارې د لويانو پر ځای ماشومانو سمبالولې.

دوی د دريځ له سره خبرې وکړې، سندرې يې وويلې او پر لويانو يې غږ وکړ چې د ښه راتلونکي لپاره ورته د ښه تعليم کولو اسانتياوې برابرې کړي.

د مزار شريف د يوه خصوصي ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکي نديم ددغې غونډې له دريځه پر وسله والو مخالفينو غږ وکړچې نور پرې ډزې ونه کړي.

نوموړي چې په خوږه ژبه يې خپل پيغام اوراوه، وويل: ((موږ ماشومان يوو، د مرميو پر ځای پر موږ ګلونه وشيندئ، کاکا! ته چې زموږ ښوونځی ورانوې، خپله ماشوم نه لرې!؟ د هغه د راتلونکي غم درسره نشته!؟))

په غونډه کې د ماشومانو د ساعتېرۍ لپاره موسيقي وه، ماشومانو ترانې ولوستې، پوکاڼې يې پورته کړې  او له يو بل سره يې د لوبو پر مهال ښې خنداوې وکړې.

شپږکلنې مرجانې د همدې ساعتېريو په اړه پژواک ته وويل چې نن ښه خوشحاله ده.

د نوموړې هيلې هم له نفرتونو لرې په يو سوکاله افغانستان پورې تړلې وې، ويې ويل: ((زه خپل افغانستان کې سوله غواړم. غواړم مکتب ته لاړه شم او دوولسم نه فارغه شم.))

د ياد پروګرام د جوړونکې ټولنې نهاد مردمي مشر نجيب پيکان پژواک ته وويل چې د خندا او ساعتېرۍ لپاره يې ماشومان راټول کړي وو.

نوموړي زياته کړه، موخه يې همدا ده چې بايد د افغان ماشوم خندا ټولو اړخونو ته په ډاګه کړي چې دوی سوله غواړي.

د هغه په وينا، ماشوم بايد ارام ، سوکاله او له نفرتونو لرې مينه ناک ژوند ولري.

په افغانستان کې هر کال د ماشوم د ورځې په وياړ بېلا بېل پروګرامونه جوړېږي، د دوی د ښه ژوند لپاره ډېرې چارې هم ترسره کېږي؛ خو لا هم د افغان ماشوم ژوند د نورو ټولنو د ماشومانو له ژوند سره خورا توپير لري.

د يو بل پروګرام په ترڅ کې لسګونو نجونو د مزارشريف ښار د باختر لېسې پر دېوالونو د ښځو د حقوقو اړوند نقاشي وکړه.

دوی پر دېوالونو ځينې انځورونه وکښل، چې د ښځو د ژوند په تړاو يې مثبت پيغام درلود.

مېرمن رزام دوستيار، چې پر دېوال يې انځور کښه، پژواک ته وويل چې دوی د خپل ژوند په تړاو ټولنې ته د مثبت فکر ورکولو هڅه کوي.

نوموړې پر دېوال د مېرمن تک تور تصوير وکښ او تر څنګ يې ورته سور لاس جوړ کړ چې پرې ليکل شوي وو: ((نور تاوتريخوالی بس دی.))

د مزارشريف اوسېدونکو د ښځينه مدني فعالانو له ورته چارو مننه وکړه.

د احمد لودين په نامه يوتن پژواک ته وويل چې ورته انځورګري سربېره پر دې چې ځانګړی پيغام لري، د ښار د ښايست لامل هم کېږي.

هغه د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي په اړه اندېښمن و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement