ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غزني محکمه نیول کېدونکي مجرمین له سزا پرته خوشي کوي”

“د غزني محکمه نیول کېدونکي مجرمین له سزا پرته خوشي کوي”

author avatar
5 Mar 2017 - 15:21
“د غزني محکمه نیول کېدونکي مجرمین له سزا پرته خوشي کوي”
author avatar
5 Mar 2017 - 15:21

غزني (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د غزني ځيني مسوولين او اوسېدونکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي مجرمين تر لنډ وخت وروسته بېرته د محکمې له لوري خوشي کېږي.

خو د غزني محکمه بيا ټينګار کوي چې په دې برخه کې بايد اسناد ورته وړاندې شي.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سختو شرايطو کې د پوليسو له لوري وسله وال طالبان، غله، انسان تښتوونکي او نور مجرمين نيول کېږي، خو د محکمې له لوري بېرته خوشي کېږي.

هغه زياتوي: ((محکمه او څارنوالي د زورواکو د فشار او يا هم اداري فساد له امله نيول شوي کسان بېرته خوشي کوي.))

اکبري د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه اوس اسناد په لاس کې نه لرم، خو دغه خبره ټولو ته لکه لمر معلومه ده.))

د غزني ښار اوسېدونکي محمد رحيم بيا پژواک ته وويل چې خپل تره يې د پيسو په مقابل کې له بند څخه خلاص کړى دى.

دى زياتوي: ((تره مې يو کس په موټر وهلى و او هغه کس مړ شوى و، نو په تره مې څو کاله بند ختلی و؛ يو کس مو پيدا کړ، دوه لکه پاکستانۍ کلدارې مو ورکړې، تره مې يې را خوشی کړ.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې په دې اړه تر اوسه چا ورته شکايت نه دى کړى.

هغه وايي: ((په غزني کې خلک خپله دولتي کارکوونکو ته د خپل قانوني کار د ترسره کولو لپاره پيسې ورکوي چې دا هېڅ ښه کار نه دى؛ خو که څوک د رشوت اخيستو په اړه اسناد لري، نو له موږ سره دې شريک کړي.))

والي له خلکو وغوښتل چې د اداري فساد په مخنيوي کې له حکومت سره همکاري وکړي.

په دې اړه د غزني د محکمې رييس سکندر حيدري پژواک ته وويل: ((زه دا خبرې نه ردوم او نه يې هم تاييدوم، خو که د ولايتي شورا رييس او يا هم کوم بل څوک اسناد لري، موږ سره دې شريک کړي.))

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د رشوت اخيستو پر مهال دې له دوى او يا هم د ولايت له مقام سره اړيکه ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.