ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د ټاکنو پروسه کې نه لاسوهنه کوم او نه چا ته د لاسوهنې اجازه ورکوم

ولسمشر غني: د ټاکنو پروسه کې نه لاسوهنه کوم او نه چا ته د لاسوهنې اجازه ورکوم

author avatar
6 Mar 2017 - 16:12
ولسمشر غني: د ټاکنو پروسه کې نه لاسوهنه کوم او نه چا ته د لاسوهنې اجازه ورکوم
author avatar
6 Mar 2017 - 16:12

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٥): ولسمشر د ملي شورا د کلنۍ غونډو د پيل په مراسمو کې په ټاکنو کې د نه لاسوهنې د ټينګار تر څنګ وويل: "هغو ته چې سولې ته اراده نه لري، زموږ پيغام څرګند دى او هغه دا چې موږ په جګړه کې د بريا اراده لرو."

ولسمشر محمد اشرف غني چې د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم امتيازي کال لومړۍ ناسته کې وينا کوله، خوښې څرګنده کړه چې د خلکو استازو له ژمنيو رخصتيو وروسته له خپلو طرحو او نظرونو سره بېرته کار پيل کړ.

نوموړي د شورا له غړو وغوښتل چې خپلې طرحې دې له ده او نورو حکومتي چارواکو سره شريکې کړي څو ېې د عملي کېدو په برخه مشورې او اقدام وشي.

غني زياته کړه چې د خپل دوه نيم کلن حکومت په موده کې د ملت د دواړو جرګو له استازو سره مشورو ته ژمن پاتې شوى او په ياده موده کې يې نږدې ٣٢ ځله له ټولو استازو او د هېواد د هر زون له استازو سره له نږدې په بېلابېل ډول خبرې کړې او نظريات یې تبادله کړي دي.

ولسمشر وويل چې دی د اساسي قانون له مخې خپله دنده بولي چې له درې ګونو قوو سره يو ډول اړيکې پر مخ يوسي او د دولت درې ګونو قوو تر منځ د انډول او توازن په ساتنې سره، د هغوى تر منځ همغږي او همکارۍ ته لار هواره کړي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان ځوانه ډيموکراسي د درې ګونو قوو په همکارۍ او له يو بل سره د مثبت چال چلند زده کړه، د نورو سياسي او ټولنيزو ځواکونو په ګډون سره هره ورځ غوړېږي او پياوړې کېږي.

ولسمشر د ټاکنو پر ترسره کولو بيا ټينګار وکړ، ويې ويل چې په دې برخه کې ملي اجماع او پياوړې سياسي اراده شته او خنډونه چې موجود وو، لري شوي او حقوقي لارې يې هم برابرې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې په هېواد کې تر ټولو ستر د ډيموکراسۍ شرط د ټاکنو بنسټ دى او اړينه ده چې افغانستان داسې ټاکنې ولري چې په پوره روڼتيا، د سيالۍ عادلانه ډګر، په مساوي او منصفانه ډول د ټولو نوماندانو تر منځ ترسره شي.

نوموړي ولسوالانو، امنيه قوماندانانو، واليانو او نورو دولتي چارواکو او نورو نفوذي لورو ته ګواښ وکړ او پر ياد ډيموکراتيک بهير د خلکو د باور پر بيا ژوندي کېدو یې ټينګار وکړ.

ولسمشر وويل: "له همدغه ځايه د ملت له کور څخه اعلان کوم چې نه زه په دې پروسه کې د لاسوهنې اراده لرم او نه بل چا ته اجازه ورکوم څو دې ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي."

ولسمشر اشرف غني يادونه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې به له کوم ځنډ پرته پر ټاکلي وخت ترسره شي او اجازه نه ورکوي چې د پارلماني ټاکنو په څېر له ځنډ سره مخ شي.

د افغانستان د اساسي قانون په ٨٣مه ماده کې ويل شوي: "د ولسي جرګې کاري دوره، د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو پايلو له اعلان څخه وروسته پاى مومي او نوې شورا کار پيلوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.