ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم سلګونه کسان د موټرو د نه شتون له امله بند پاتې دي

په تورخم سلګونه کسان د موټرو د نه شتون له امله بند پاتې دي

author avatar
7 Mar 2017 - 20:29
په تورخم سلګونه کسان د موټرو د نه شتون له امله بند پاتې دي
author avatar
7 Mar 2017 - 20:29

جلال اباد (پژواک ١٧ کب ٩٥): په تورخم کې يو شمېر اوسېدونکي او د ننګرهار چارواکي وايي، په تورخم کې لسګونه مسافر د موټر د نشتوالي له امله بند پاتې دي.

د اسماعيل په نوم يوه مسافر چې نن ماښام له تورخمه دېخوا را اوښتى، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې په تورخم کې د شپې اوسېدو امکانات کم او ډېر هوټلونه نشته، چې له امله يې د مېرمنو، کوچنيانو، ناروغانو او سپين ږيرو په ګډون سلګونه کسان له ستونزو سره مخامخ دي.

ده زياته کړه، که حکومت دا ستونزه هواره نه کړي، نو خداى مه کړه بشري ناورين به رامنځ ته شي.

يوه بل مسافر محمد بشير هم يادې څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل، په مسافرينو کې سخت ناروغان هم شته.

د هغه په وينا، دغه راز نن د موټرو کرايې هم لوړې شوې وې؛ له تورخمه تر کابل پورې له ١٠٠٠-١٥٠٠ او تر جلال اباد پورې له ٥٠٠-١٠٠٠ افغانۍ کرايه اخيستل کېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياني، د دې ستونزو د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت مقام په دې اړه جدي اقدام پيل کړى دى.

دى زياتوي، سره له دې چې ولايت په دې اړه پلان جوړ کړى و، خو دا چې د مسافرينو شمېر ډېر زيات وو، نو يو لړ ستونزې يې راولاړې کړې.

خو هغه وايي: “همدا اوس لسګونه موټر د تورخم په خوا روان شوي او نن شپه به ټول مسافر جلال اباد ښار ته ولېږدول شي.”

د ده په خبره، سبا به د نورو موټرو ترڅنګ، درې ملي بسونه هم تورخم ته د مسافرينو د لېږدولو لپاره واستول شي.

له بلې خوا په تورخم کې د سرحدي پوليسو يوې سرچينې، پژواک ته وويل چې په تورخم کې شاوخوا ٤٠٠ تنه مسافر د مناسبو ځايونو او موټرو د نشتوالي له امله په سرکونو کې پراته دي.

د نوموړي په وينا، د شپې تر اتو بجو پورې موټر نه دي ور رسېدلي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال بيا وايي، نن يې تورخم ته ٨ امبولانسونه لېږلي وو، چې په دې موټرو کې ٥١ سخت ناروغان جلال اباد ښار ته را انتقال شوي دي.

هغه زياته کړه، سبا به شل امبولانسونه تورخم ته ولېږي، ترڅو ناروغان جلال اباد او کابل ته راولېږدوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.