ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو سرتېري د اروزګان د يوه خبريال پلار وژلى

د ملي اردو سرتېري د اروزګان د يوه خبريال پلار وژلى

author avatar
7 Mar 2017 - 11:43
د ملي اردو سرتېري د اروزګان د يوه خبريال پلار وژلى
author avatar
7 Mar 2017 - 11:43

ترينکوټ (پژواک، ١٧ کب ٩٥) : په اروزګان ولايت کې د ملي اردو د يوه سرتېري لخوا ديوه ځايي خبريال پلار وژل شوى دى.

د ګلالي په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون مازيګر د ترينکوټ ښار د منار څلور لارې ته نږدې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د پيوستون غږ راډيو خبريال فضل احمد بشرمل پلار عبدالخالق د مازيګر لمانځه لپاره جومات ته روان  و چې د ملي اردو د يوه سرتېري پر ډزو سره ووژل شو.

د نوموړي په وينا، تر پېښې وروسته د ملي اردو د نورو سرتېرو لخوا ياد سرتېرى نيول شوى او د پلټنو لپاره بيول شوى دى.

بلخوا د اروزګان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخى وايي چې دوى ته د پاخه عمر يوه سړي جسد راوړل شوى، چې پر سر لګېدلى و ، لومړى ټپي و او بيا وروسته يې ساه ورکړه.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري پېښه مني او وايي چې عامل يې نيول شوى او تر څېړنو لاندې دى.

هغه پژواک ته وويل چې وژل شوى تن ملکى وګړى او په ترينکوټ ښار کې يې دوکانداري کوله.

د والي وياند دوست محمد ناياب پژواک ته وويل چې وژل شوى تن عبدالخالق نومېده او د يوه ځايي خبريال پلار و.

د يادونې ده چې پنځه مياشتې مخکې هم ددې ولايت د يوه سيمه ييز خبريال ورور او د يو بل سيمه ييز خبريال پلار  د وسله والو لخوا وژل شوي وو. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.