ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه راغلي افغانان د هغه ځای له سختو ورځو کیسې لري

له پاکستانه راغلي افغانان د هغه ځای له سختو ورځو کیسې لري

author avatar
8 Mar 2017 - 11:50
له پاکستانه راغلي افغانان د هغه ځای له سختو ورځو کیسې لري
author avatar
8 Mar 2017 - 11:50

جلال اباد (پژواک، ۱۸ کب ٩٥): په پاکستان کې بند پاتې افغان مسافر وايي چې هلته د پوليسو له لوري ځورول کېدل او ۱۸ ورځې یې په ډېرو سختو شرایطو کې تېرې کړې دي.

دوى د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې که له افغان حکومت سره هره ستونزه لري، زور دې يې له عامو افغانانو نه وباسي.

دوی دغه راز پر افغان حکومت هم غږ کوي چې که په پاکستان کې د افغان کډوالو او مسافرو ستونزې نه شي حل کولی؛ نو ټول افغانان دې له هغه ځايه را بهر او له دغه هېواد سره دې هر راز اړيکې پرې کړي.

پاکستان چې له تېرو څو اوونيو راهيسې يې د تورخم او سپين بولدک دروازې د تګ راتګ لپاره بندې کړې وې، پرون د کب په ۱۷مه يې په مشروط ډول د دوو ورځو لپاره پرانيستې دي چې هلته بند زرګونه قانوني افغان مسافر را واوښتل او نور هم را روان دي.

د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ اوسېدونکي شېرمحمد دُراني تورخم ته له را رسېدو سره د افغانستان خاوره ښکل کړه او د خداى شکر يې ادا کړه.

هغه چې په دري ژبه يې خبرې کولې پژواک اژانس ته وويل، دوى په قانوني توګه په ويزه او پاسپورټ خپل ناروغ پېښور ته وړى و، خو له کله راهيسې چې لاره وتړل شوه؛ نو د پوليسو له خوا ډېر ورځورول شول، په يوه او بله پلمه يې ترې پيسې اخيستې.

شېرمحمد وايي: ((پوليسو پر کورونو چاپې وهلې، په هوټلونو کې نه پرېښودو، نه ترې په جومات کې پاتې کېدو او نه هم په سمه لار، زموږ غوښتنه دا ده چې که پاکستان له افغان حکومت سره هره ستونزه لري؛ نو موږ عام افغانان خو دې نه په عذابوي، موږ خو هلته قانوني تللي وو.))

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي مسعود پژواک ته وويل چې په پاکستان کې يې ډېرې سختې شپې ورځې تېرې کړې، پيسې او نور امکانات يې ختم شوي وو او په جوماتونو کې يې شپې سبا کولې.

د يادو مسافرو له ډلې يو هم د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی سعيد دی، هغه پژواک اژانس ته وويل: ((پاکستاني پوليس مو نه کار ته پرېږدي او نه ژوند ته، که افغان حکومت زموږ ستونزې نه شي، حل کولی؛ نو دا مهرباني دې وکړي چې موږ ته دې خپل وطن ته د راتګ زمينه برابره کړي چې خپل ماشومان او کډه خپل هېواد ته راوړو.))

د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکی کريم خان چې په قانوني ويزه د پاکستان سيالکوټ ښار ته د کار لپاره تللی و، د پوليسو له لوري نيول شوی او پنځلس ورځې يې په زندان کې تېرې کړې وې.

هغه وايي: ((د شپې يې زموږ پر کوټه چاپه ووهله، ما ورته خپل پاسپورټ هم وښوده؛ خو هغوی زه تاڼې ته بوتلم او پنځلس ورځې يې راباندې بند کې تېرې کړې، پيسې يې هم رانه واخيستې او اوس يې دېخوا را واړولم.))

په تورخم کې يو شمېر داسې افغان مسافر هم ولاړ وو چې په جلال اباد کې ورته د پاکستان قونسلګرۍ ويزه لګولې وه او غوښتل يې چې له شل ورځني ځنډ وروسته هلته خپلې کورنۍ ته ستانه شي؛ خو پاکستاني پوله ساتو اجازه نه ورکوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.