کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د وسله والو د بريد په پايله کې د روغتون له ٣٠ زيات ملکي ډاکټران، ناروغان او کارکوونکي وژل شوي او شاوخوا ٥٠ کسان ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت "وزيري" پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار شا وخوا نهه بجې د سردار محمد داوود خان روغتون په سوېلي دروازه کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او درې نورو بريد کوونکو د روغتيايي کارکوونکو له جامو څخه په ګټې د روغتون دويم او درېيم پوړونو ته ځانونه رسولي دي.
وزيري زياته کړه، يادو بريد کوونکو له چاودنې سره يوځاى ډزې پيل کړې، چې له هغه وروسته د ملي اردو ځواکونو او بريد کوونکو ترمنځ نښته پيل شوه.
د ملي دفاع وزارت د وياند په وينا، د پېښې پر مهال د ملي اردو ځانګړو کومانډويي ځواکونو د پېښې ځاى ته ځانونه رسولي او ځانګړې قطعه هم د هوا له لارې ورته ښکته کړل شوې وه.
هغه وويل، عمليات له روغتون څخه د ناروغانو او پرسونل له رايستلو وروسته پيل شول او عمليات د درې واړه ترهګرو له منځه وړلو وروسته؛ ٣:٣٠ بجې پاى ته ورسېدل.
وزيري وايي: "د يادې پېښې د مودې اوږدېدو يوازېنى لامل هم د روغتون د ناروغانو او منسوبينو ژغورل و."
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه په ياده پېښه کې د روغتون له ٣٠ زيات ملکي ډاکټران، ناروغان او کارکوونکي وژل شوي او شا وخوا ٥٠ نور ټپيان دي.
هغه وويل، د يادې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره بېړنى چمتووالى نيول شوى، چې د ډېرى کسانو وضعيت يې د ښه کېدو په حال کې دى.
له بلې خوا له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د مخالفينو د بشري ضد دا عمل سخت غندلى دى.
سرچينه کاږي، د بشردوستانه بین المللي قوانینو مطابق روغتونونه له بریدونو خوندي وي. پر سردار محمد داوود خان روغتون نننی برید ښیي چې ترهګر د هیڅ اصولو او قوانینو پابند نه دي.
سرچينې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ويلي، د ترهګرو ډلو کړنې او جنایتونه ښیي چې هغوی د خلکو له وژلو او د وحشت له ایجاد پرته، بله هیڅ موخه نه لري.
ده زياته کړه، ترګهر پر سردار محمد داوود خان روغتون چې ډاکټران په کې د ناروغانو او ټپیانو په درملنه بوخت وو، په برید کولو، زموږ د هېوادوالو په قرباني کولو او ټپيانولو سره د صحي خدماتو فضا د ګډوډولو کوښښ وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن