د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داعش په ختيځ کې ښځو ته ګواښ رامنځته کړى

داعش په ختيځ کې ښځو ته ګواښ رامنځته کړى

Mar 09, 2017 - 16:51

جلال اباد (پژواک، ۱۹ کب ٩٥): د ننګرهار ولايت سلګونه مېرمنو د ښځو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې له خپلو ستونزو شکايت وکړ او دغه راز يې د کار غوښتنه وکړه.

 ياده غونډه چې د کب په ۱۹مه او د مارچ اتمې د ښځو نړيوالې ورځې څخه يوه ورځ وروسته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، تر ډېره يې نمايشي بڼه درلوده؛ خو ګډونوالو مېرمنو يې له خپلو ستونزو هم شکايتونه وکړل.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني وويل، چې لا هم د دغه ولايت د لرو پرتو سيمو اوسېدونکې ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري، کاري زمينې ورته برابرې نه دي او د تاوتريخوالي مخه يې هم نه ده نيول شوې.

هغې زياته کړه، روان کال هم د ښځو پر وړاندې له دوه سوو زياتې پېښې ثبت شوي، چې دا په دغه ولايت کې د ښځو د بد وضعيت تصوير وړاندې کوي.

د ښځو چارو رييسې دا نيوکه هم وکړه چې لا هم د دغه ولايت په دولتي ادارو کې ښځو ته د دندې زمينه نه ده برابره شوې او نورې کاري زمينې هم نشته .

دغه راز د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع د غونډې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وويل، ښځې د نورو ستونزو ترڅنګ کار ته هم لاسرسی نه لري.

هغې غوښتنه وکړه چې حکومت دې په ننګرهار کې بېلابېلو برخو کې د ښځو لپاره د کار زمينه برابره کړي، ترڅو په خپله وتوانيږي چې د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي.

ليلما چې د جلال اباد ښار له نازو انا لېسې څخه فارغه شوې او دغې غونډې ته راغلې وه، پژواک سره يې په خبرو کې ښځو ته د کاري ساحو نه برابرېدو څخه شکايت وکړ.

هغې زياته کړه: ((له مکتب څخه فارغه شوې يم، دوولس کاله مې خواري وکړه، خو کاري زمينه راته برابره نه ده؛ که چېرته ماته اوس د کار زمينه برابره وای؛ نو کولی مې شول چې هم کار وکړم او هم خپلې لوړې زده کړې وکړم.))

د غونډې ګډونوالو دغه راز شکايت درلود چې په لرو پرتو ولسواليو کې ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري او ټولې نجونې په بې سوادۍ کې رالويېږي.

د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې دغې غونډې ته په وينا کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل که څه هم د ښځو د ستونزو په اړه ډېرې خبرې ونه کړې، خو له کورنيو يې وغوښتل چې خپلې لوڼې زده کړو ته پرېږدي.

والي وايي، روان کال د ښځو ستونزو د حل لپاره ولايتي ادارې ډېرې هلې ځلې کړې دي چې بېلګه يې د کب په څلورمه د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه ليک څخه چې د ښځو او سولې په اړه دی، د ولايتي ادارې ملاتړ ياد کړ.

په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي له پژواک سره د خبرو پرمهال په ننګرهار کې د داعش حضور ته په اشارې سره د ښځو وضعيت په اړه اندېښنه وښوده.

هغې زياته کړه، څه موده وړاندې هم داعش له کوټ ولسوالۍ څخه يو شمېر مېرمنې وړې وې او لا هم په دغه برخه کې اندېښنې موجودې دي.

د يادولو ده چې د ښځو د نړيوالې ورځې په دغې نمانځغونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني ويډيوي پيغام هم وړاندې شو چې د ننګرهار مېرمنو د زړورتيا ستاينه په کې شوې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement