جلال اباد (پژواک، ۱۹ کب ٩٥): د ننګرهار ولايت سلګونه مېرمنو د ښځو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې له خپلو ستونزو شکايت وکړ او دغه راز يې د کار غوښتنه وکړه.
ياده غونډه چې د کب په ۱۹مه او د مارچ اتمې د ښځو نړيوالې ورځې څخه يوه ورځ وروسته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، تر ډېره يې نمايشي بڼه درلوده؛ خو ګډونوالو مېرمنو يې له خپلو ستونزو هم شکايتونه وکړل.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني وويل، چې لا هم د دغه ولايت د لرو پرتو سيمو اوسېدونکې ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري، کاري زمينې ورته برابرې نه دي او د تاوتريخوالي مخه يې هم نه ده نيول شوې.
هغې زياته کړه، روان کال هم د ښځو پر وړاندې له دوه سوو زياتې پېښې ثبت شوي، چې دا په دغه ولايت کې د ښځو د بد وضعيت تصوير وړاندې کوي.
د ښځو چارو رييسې دا نيوکه هم وکړه چې لا هم د دغه ولايت په دولتي ادارو کې ښځو ته د دندې زمينه نه ده برابره شوې او نورې کاري زمينې هم نشته .
دغه راز د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع د غونډې په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وويل، ښځې د نورو ستونزو ترڅنګ کار ته هم لاسرسی نه لري.
هغې غوښتنه وکړه چې حکومت دې په ننګرهار کې بېلابېلو برخو کې د ښځو لپاره د کار زمينه برابره کړي، ترڅو په خپله وتوانيږي چې د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي.
ليلما چې د جلال اباد ښار له نازو انا لېسې څخه فارغه شوې او دغې غونډې ته راغلې وه، پژواک سره يې په خبرو کې ښځو ته د کاري ساحو نه برابرېدو څخه شکايت وکړ.
هغې زياته کړه: ((له مکتب څخه فارغه شوې يم، دوولس کاله مې خواري وکړه، خو کاري زمينه راته برابره نه ده؛ که چېرته ماته اوس د کار زمينه برابره وای؛ نو کولی مې شول چې هم کار وکړم او هم خپلې لوړې زده کړې وکړم.))
د غونډې ګډونوالو دغه راز شکايت درلود چې په لرو پرتو ولسواليو کې ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري او ټولې نجونې په بې سوادۍ کې رالويېږي.
د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې دغې غونډې ته په وينا کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل که څه هم د ښځو د ستونزو په اړه ډېرې خبرې ونه کړې، خو له کورنيو يې وغوښتل چې خپلې لوڼې زده کړو ته پرېږدي.
والي وايي، روان کال د ښځو ستونزو د حل لپاره ولايتي ادارې ډېرې هلې ځلې کړې دي چې بېلګه يې د کب په څلورمه د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه ليک څخه چې د ښځو او سولې په اړه دی، د ولايتي ادارې ملاتړ ياد کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن