ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سردار داوود خان پر روغتون برید په پراخه کچه وغندل شو

د سردار داوود خان پر روغتون برید په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
9 Mar 2017 - 17:10
د سردار داوود خان پر روغتون برید په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
9 Mar 2017 - 17:10

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٥): کابل کې د سردار داوود خان پر څلورسوه  بستريز روغتون  بريد چې په  ترڅ کې يې لسګونو ډاکترانو او ناروغانو ته مرګ ژوبله واوښته، په پراخه کچه وغندل شو.

پرون سهار يوه ډله ځانمرګو بريدګرو د کابل پر سردار داوود خان روغتون ډله ييز بريد وکړ چې تر اوو ساعتونو جګړې وروسته ټول پنځه بريدګر ووژل شول.

د ملي دفاع او عامې روغتيا وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې  ډاکترانو، ناروغانو، کارکوونکو او پايوازانو په ګډون ٣١ کسان وژل شوي او شاوخوا ٧٠ نور ټپیان شوي دي.

د داعش ډلې د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه استخباراتي ادارو دا نه ده معلومه کړې چې په بريد د کومې ډلې له خوا شوى خو په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشرۍ او د اجرائيه رياست مرستيالانو، ګڼ شمېر دولتي چارواکو، واليانو او يو شمېر نورو هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

ولسمشر اشرف غني  او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون ماخوستن له سردار داوود خان روغتون څخه ليدنه وکړه او ټپيان یې وپوښتل.

ولسمشر اشرف غني ويلي چې پر روغتون بريد له ټولو نړيوالو قوانينو سرغړونه ده؛ ځکه چې روغتونونه له هر ډول بريدونو خوندي وي.

اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ويلي چې پر روغتون او ډاکترانو بريد  د هر ډول ديني او انساني ارښتونو خلاف کار دى.

بلخوا ملګرو ملتونو، امريکا، چين، پاکستان، هندوستان او يو شمېر نورو هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د ياد بريد غندلو تر څنګ ويلي چې هېواد يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبازره کې له افغانستان سره کلک ولاړ دى.

د امريکا د بهرينو چارو وزارت ويلي چې پر روغتيايي مرکزونو بريدونه کول هېڅ ډول توجيه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.