کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٥) : د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان په اړه د يوې ځانګړې غونـډې پر مهال د وروستيو امنيتي حالاتو ارزونه کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر(يوناما) لخوا د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځانګړې غونډه سبا د افغانستان په وخت تر ماښام وروسته په اووه نيمو بجو په نيويارک کې جوړېږي.
سرچينې زياته کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تداميچي ياماموتو به د امنيت شورا غړو ته د غونډې د يوې برخې په توګه خپل راپور وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر يادې غونډې وروسته به د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې جزئيات له رسنيو سره شريک شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن