ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحيمي: ولس دې د  ښار امنيت ټينګ کړي، امنيتي ځواکونه به سرحدات وساتي

رحيمي: ولس دې د ښار امنيت ټينګ کړي، امنيتي ځواکونه به سرحدات وساتي

author avatar
9 Mar 2017 - 17:30
رحيمي: ولس دې د  ښار امنيت ټينګ کړي، امنيتي ځواکونه به سرحدات وساتي
author avatar
9 Mar 2017 - 17:30

جلال اباد (پژواک، ۱۹ کب ٩٥): د ننګرهار نوى امنيه قوماندان وايي، که ولسونه او مخور د جلال اباد ښار امنيت کې همکاري وکړي، نو امنيتي ځواکونه به د سرحداتو او ولسواليو د امنيت لپاره ګامونه پورته کړي.

لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې د کب په ۱۹مه يې په ننګرهار کې د نوي امنيه قوماندان په توګه د دندې د پيل په مراسمو کې خبرې کولې، د امنيت په  ټينګښت کې د ولسونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه، که ولسونه ورسره همکاري ونه کړي، نو دى هم نه غواړي دنده ترسره کړي؛ ځکه د ولسونو له همکارۍ پرته امنيت نه شي ټينګېدلی.

نوموړي ولسونو ته وويل، مبارکۍ دې ورته هغه وخت ورکړي  چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې عملي ګام پورته کړ؛ خو ډاډ يې ورکړ چې تر وروستۍ سلګۍ به د ننګرهار امنيت د ټينګښت لپاره کار کوي.

د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال لوى پاسوال اکرام الدين ياور وويل، کورنيو چارو وزارت او ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار امنيتي وضعيت خرابوالي ته په کتو او د لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي مسلکي والي او تجربې ته په پام، دلته مقرر کړی دی.

هغه زياته کړه، د ولسونو له همکارۍ او د امنيتي ځواکونو د همغږۍ نتيجه وه، چې ننګرهار کې وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي او ټينګار يې وکړ  چې نوی امنيه قوماندان به هم وتوانيږي چې دغه همکاري او همغږي وساتي.

ياور دا هم وويل، هغه قوماندان چې د کابل غوندې د اوو ميليونه وګړو لرونکي ولايت امنيت ټينګولی شي، په ننګرهار کې به هم بريالی وي او ډاډ يې ورکړ چې دا خبرې به په راتلونکو شپږو مياشتو او يا هم له هغه په کم وخت کې معلومې شي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نوی امنيه قوماندان يو با تجربه او مسلکي افسر ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه چې نوموړی به په ننګرهار کې د شته امنيتي ستونزو په حل کې ګټور ګامونه پورته کړي.

والي زياته کړه، راتلونکی فصل به ننګرهار د وسله والو مخالفينو له بريدونو خالي نه وي؛ خو رحيمي به له خپلو تجربو څخه په ګټې اخيستنې د ټولو امنيتي او دفاعي ارګانونه په همغږۍ سره مخالفينو ته سخته ماتې ورکړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري نيوکه وکړه چې په تېرو پنځو مياشتو کې دا دريېم امنيه قوماندان دی  چې بدلېږي او زياتوي، يا خو حکومت د ننګرهار امنيت ته ژمن نه دی او يا هم دلته قوماندانان روزي.

نوموړي نوي امنيه قوماندان ته په خطاب کې وويل، امنيت د جلال اباد ښار په ګډون په ټول ولايت کې د اندېښنې وړ دی او بايد په دغه برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.

دی وايي، د ولسونو له همکارۍ پرته د امنيت ټينګښت ناشونی دی او بايد د ولسونو له همکارۍ ګټه پورته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.