ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: استخبارات پر روغتون  د بريد په اړه ځينو معلوماتو ته نږدې شوي

صديقي: استخبارات پر روغتون د بريد په اړه ځينو معلوماتو ته نږدې شوي

author avatar
9 Mar 2017 - 14:30
صديقي: استخبارات پر روغتون  د بريد په اړه ځينو معلوماتو ته نږدې شوي
author avatar
9 Mar 2017 - 14:30

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې تر اوسه استخباراتي ادارو دا نه ده معلومه کړې چې د داوودخان پر روغتون پروني بريد کې د کومې ډلې لاس و.

پرون يوې ډلې ځانمرګو بريدګرو د کابل پر سردار داوود خان روغتون ډله ييز بريد وکړ چې تر اوو ساعتونو جګړې وروسته پنځه بريدګر ووژل شول.

د ملي دفاع او عامې روغتيا وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د ډاکټرانو، ناروغانو، کارکوونکو او پيوازانو په ګډون ٣١ تنه وژل شوي او شاوخوا ٧٠ تنه نور ټپيان دي.

د داعش ډلې د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې تر اوسه استخباراتي ادارو دا نه ده معلومه کړې چې په پروني بريد کې د کومې ډلې لاس و.

هغه زياته کړه: (( موږ د داعش هغه ادعا ارزوو چې ګوندې په دې بريد کې يې لاس درلود، خو تر بشپړو پلټنو مخکې په دې اړه کره خبره نه شي کېداى.))

صديقى وايي چې د طالبانو، القاعدې، داعش او نورې هغه ترهګرې ډلې چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري، کېداى شي په دې بريد کې لاس ولري.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې يادې ترهګرې ډلې تر مخکې په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې دا ډول بريدونه ترسره کړي دي.

هغه زياتوي، دا چې په دې بريد کې کومې ډلې لاس درلود، تر بشپړو پلټنو وروسته به په ډاګه شي.

خو صديقي په ډاګه کړه چې استخبارات  د پروني بريد په اړه ځينو معلوماتو ته نږدې شوې دي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.