ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ضمير: راتلونکی کال به په پکـتيا کې د کابو ۱۰۰ ميليونه افغانيو پروژې پلې شي

ضمير: راتلونکی کال به په پکـتيا کې د کابو ۱۰۰ ميليونه افغانيو پروژې پلې شي

author avatar
9 Mar 2017 - 20:17
ضمير: راتلونکی کال به په پکـتيا کې د کابو ۱۰۰ ميليونه افغانيو پروژې پلې شي
author avatar
9 Mar 2017 - 20:17

کابل (پژواک ١٩ کب ٩٥): د کـرنې وزير پکـتيا ته د سفر پر مهال ځينې پروژې پرانيسې او ژمنه يې وکـړه، چې په راتلونکي کال کې به ګڼې نورې پروژې په دې ولايت کې پلې کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير د يوې غونډې پرمهال وويل، راتلونکی کال په پکـتيا کې له سل ميليونه د زياتو افغانيو په ارزښت پروژې پلې کــړي او تخمونه به په مناسب وخت تر کـروندګـرو رسوي.

ده زياته کړه، راتلونکي کال کې به د مرکز ګـردېز په ګـډون په ټولو ولسواليو کې په ۸۵۰ جريبه ځمکه باغونه جوړ کړي او که خلک وغواړي کولی شي دا شمېر تر دوه زره جريبو ورسوي.

د هغه په وينا، دغه راز د مرکز په ګـډون په ځينو سيمو کې له شلو زيات د اوبو حوضونه او سربندونه جوړ کړي او بزګرانو ته به د زعفران تخمونه ووېشي.

وزير وويل، د مېرمنو د کورني اقتصاد او ځان بساينې لپاره په پلان کې لري چې د یاد ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د ښځو لپاره سل کوچنۍ شنې خونې جوړې کـړي.

نوموړي د مڼو کروندګرو ته په خبرو کې وويل: ((زه تاسو ته يو زېری لرم، ستاسو لوی مشکل او ګيله مڼو ته د بازار نه شتون و، خو اوس مو له دفاع وزارت سره قرارداد کړی او څومره مڼې چې وي، هغوی به يې له موږ څخه اخلي، نو زه تاسو تشويقوم چې حاصلات مو زيات کړئ او څومره مڼې چې وي، په ښه بيه به درڅخه اخيستل کيږي.))

پکـتيا د وچې مېوې له اړخه هم غني ولايت دی او هر کال لسګـونه ټنه جلغوزه توليدوي، خو بزګران يې د مناسب بازار له نشتوالي شکايت لري.

ضمير د دې شکايت په ځواب کې وويل چې د وچې مېوې د بازار غم يې هم خوړلی او زياته يې کړه: ((په کابل کې په شخصي سرمايه ګذاري د جلغوزي د پروسـس فابريکې چارې تقريبا بشپـړې شوې دي او کم کم عملي کار يې هم پيل کړی دی؛ همدارنګه له چين سره وروستي تفاهم ته نږدې شوي يو او دا هېواد به زموږ وچه مېوه، په تېره جلغوزي په ښه بيه واخلي.))

د کـرنې وزير اسدالله ضمير تېر کال هم پکـتيا په يوه سفر کې د لمدې مېوې د پروسـس يوه فابريکه د چارو له بشپـړې وروسته پرانيستې وه او د ځينو پروژو د پلي کولو ژمنه يې کـړې وه، چې د ډېرو کارونه بشپـړ شوي او د پاتې هغو کارونه روان دي.

د پکـتيا والي زلمي ويسا د کرنې په رييس او نورو مسولينو ټينګار وکړ چې د غلې د ګـودام جوړولو چارې بايد په ښه کيفيت او سم ډول تر سره شي.

هغه د کرنې له وزير څخه هم غوښتنه وکړه چې پکـتيا ته په خپل وخت لازم پام وکـړي.

په دې غونډه کې د بزګرانو په استازيتوب محمداجان د کرنې له وزير سره د بزګرانو ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او له مسولينو يې غوښتنه وکړه چې د اوبو، تخمونو، باغونو، سرې او نورو اړينو برخو کې يې لاسنيوی وکړي او محصولاتو ته يې لازم بازار پيدا کـړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.