ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د حکمتيار د ١١٨ عنوان کتابونو علمي سيمينار ترسره شو

کابل کې د حکمتيار د ١١٨ عنوان کتابونو علمي سيمينار ترسره شو

author avatar
9 Mar 2017 - 19:50
کابل کې د حکمتيار د ١١٨ عنوان کتابونو علمي سيمينار ترسره شو
author avatar
9 Mar 2017 - 19:50

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د حکمتيار د تاليفاتو ١١٨ بېلابېل عنوانه کتابونو د معرفۍ علمي سيمينار ګډونوالو د حزب اسلامي مشر يو علمي او فرهنګي شخصيت وباله او د دولت او ياد ګوند ترمنځ د سولې د هوکړه ليک د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.

دغه سيمينار نن کابل کې د حزب اسلامي استازو،  د نورو سياسي ګوندونو استازو، د حکومت د چارواکو، د ملي شورا د يو شمېر غړو او د پوهنتون د استادانو په ګډون د سلګونه کسانو په موجوديت کې په کابل کې ترسره شو.

د حزب اسلامي د مشرتابه غړى ډاکټر غيرت بهير په دغه سيمينار کې وويل، د افغانستان د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار له ستونزو سره-سره په دې بريالى شوى، چې د پنځوسو کلونو په موده کې ارزښتمن اثار او تاليفات وليکي.

هغه زياته کړه، د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسليک دې ته زمينه برابره کړه، څو د حزب اسلامي د امير تاليفات او اثار معرفي شي.

د نوموړي په وينا، د حکمتيار چاپ شوو اثارو کې څلور برخې شاملې دي، چې (د اسلامي نهضت وجودي فلسفه، له دين دفاع، د ازادۍ بيرغ پورته کول او له دين درک) دي.

بهير وويل، د حکمتيار د يادو کتابونو له جملې يې ٥٠ اثاره په دري ژبه او ٦٨ نور هم په پښتو ليکل شوي، چې ډېرى يې په ترکي، اردو او عربي ژبو هم ژباړل شوي دي.

د ياد ګوند د مشرتابه بل غړي قاضي محمدامين وقاد د حزب اسلامي امير تاليفاتو ته په اشارې سره وويل، حکمتيار پر دې سربېره چې د افغانستان په سپېڅلي جهاد ښه ځلېدلى، په علمي او فرهنګي برخه کې يې هم ډېر کارونه کړي، چې ټولو ته د قدر وړ دي.

هغه زياته کړه: "خداى دې وکړي چې حکمتيار صاحب ژر تر ژره کابل ته راشي، موږ د هغه په انتظار يو، له حکومت هيله کوو، چې د حزب اسلامي د زندانيانو د ازادولو لړۍ ګړندۍ کړي، څو له دې لارې په کابل کې حزب اسلامي امير ته د راتلو زمينه برابره شي."

د حج او اوقافو پخواني وزير نعمت الله شهراني د حکمتيار اثارو او تاليفاتو ته په اشارې سره وويل: "د جهاد له زياتو مصروفيتونو سربېره، حکمتيار صاحب د افغانستان د لپاره د علم او فرهنګ ستر نعمت په ميراث پرېښى دى."

هغه د حزب اسلامي مشر د افغانستان لپاره يوه عملي پانګه وبلله او زياته يې کړه: "سوله د افغانانو يوه پخوانۍ هيله ده، خلکو له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړه ليک ملاتړ کړى او کوي يې، د ملي يووالي حکومت بايد د ياد هوکړه ليک د عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي، څو د حزب اسلامي مشر کابل ته راشي."

د اقتصاد وزير او د جمعيت اسلامي د مشرتابه غړي عبدالستار مراد هم حکمتيار يو علمي شخصيت وباله او زياته يې کړه: "جمعيت اسلامي د حکمتيار له راتګ او په هېواد کې له نظم ملاتړ کوي او د حزب اسلامي مشر راتګ ته منتظر دى."

ولسي جرګه کې د خوست وکيلې ساهرې شريف د حکمتيار د "ښځه او حقوق يې" د کتاب په اړه وويل چې د حکمتيار له جهادي کړنو سربېره بايد د هغه علمي شخصيت هم وپېژندل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.