ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا ته د یوه مهم کان ارزولو لپاره پلاوی تللی

کاپیسا ته د یوه مهم کان ارزولو لپاره پلاوی تللی

author avatar
10 Mar 2017 - 13:11
کاپیسا ته د یوه مهم کان ارزولو لپاره پلاوی تللی
author avatar
10 Mar 2017 - 13:11

محمودراقي (پژواک، ۲۰ کب ۹۵): د مرکز یوه لوړپوړي پلاوي په کاپیسا کې د یوه مهم کان د نا قانونه کیندنو د ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د کاپیسا د امنیې قواماندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي د کب په شلمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ځینو وزارتونو کسان شامل دي.

هغه زیاته کړه، په تګاب ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو یو مهم کان چې مخکې د وسله والو مخالفینو په لاس کې و او د ځینو زورواکو له خوا په نا قانونه ډول استخراجېده، اوس له درېیو میاشتو راهیسې دغه کان د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلی دی.

د یوسفزي په خبره چې په یاد کان کې د ستونزو او د کیندنو د څرنګوالي د ارزولو په موخه یو پلاوی کاپیسا ولایت ته ورغلی دی.

هغه وویل چې یاد پلاوی به له بشپړو ارزونو وروسته په دې اړه خپل راپور له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړي.  

بلخوا د کاپیسا د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین تاییدوي چې د دغه ولایت په ځینو نا امنو سیمو کې د ډبرو یو شمېر مهم کانونه د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي او د ځینو زورواکو له خوا په غیر قانوني ډول کیندل کېږي.

دغو مسوولینو د یادو زورواکو هویت په ډاګه نه کړ او په دې برخه کې یې د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو د کانونو او پټرولیم ریاست یوه کار کوونکي انجنیر عزیز پژواک ته وویل: ((د دغه ولایت په نا امنیو سیمو کې یو شمېر مهم کانونه او قیمتي ډبرې شته، خو د وزارت له لوري موږ ته ویل شوي چې د یادو کانونو په اړه له رسنیو سره ونه غږېږو.))

له بلې خوا د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د افغانیه سیمې یوه اوسېدونکي زبیر پژواک ته وویل، یو شمېر ډېر مهم کانونه چې د نجراب او اله سای تر منځ سیمه کې موجود دي، د وسله والو مخالفینو په واک دي او له کلونو راهیسې د وسله والو او ځینو زورواکانو له خوا استخراجېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کاپیسا ځینو خلکو د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه خپلې اندېښنې له رسنیو سره شریکې کړې خو له بده مرغه د حکومت له لوري تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.