ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صيقل: پاکستان خپل کرلي اوس ریبي

صيقل: پاکستان خپل کرلي اوس ریبي

author avatar
11 Mar 2017 - 14:58
صيقل: پاکستان خپل کرلي اوس ریبي
author avatar
11 Mar 2017 - 14:58

واشنګټن (پژواک، ٢١ کب ٩٥): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازى محمود صيقل وايي چې پر افغانستان ټول بريدونه د ډيورنډ پولې له پورې غاړې تنظيميږي او زیاتوي چې پاکستان اوس هغه څه ريبي چې پخوا يې کرلي وو.

صيقل دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.

نوموړي زياته کړه، وسله والو طالبانو د افغانستان د ډېرو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى خو دا مهمه نه ده چې یاد بریدونه په چا پورې اړوندېږي.

هغه وايي: ((د افغانستان د حکومت وروستيو پلټنو او څېړنو کې په ډاګه شوې چې په هېواد کې دننه د ترسره شوو ټولو بريدونو پلانونه د ډيورنډ پولې پورې غاړه نيول شوي وو.))

د صيقل په وينا، که څه هم د امنيت شورا دا ټول بريدونه غندلي خو بيا هم د دغو بريدونو طراحان او عاملين په خوندي توګه ژوند کوي.

د افغانستان ځانګړي استازي ويلي چې د يوه ګاونډي هېواد له خوا په افغانستان کې نا اعلان شوې جګړه پيل شوې ده او اوس هم ادامه لري.

نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان له ٢٠ ډېرو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، دا ډلې په خوندي توګه په پاکستان کې ژوند کوي او د پاکستان ملاتړ ورسره دى.

د افغانستان ځانګړى استازى وايي چې د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف له خوا په ګډون يو شمېر چارواکو په ښکاره د دغو ترهګرو ډلو ملاتړ اعلان شوى او ويلي يې دي چې په دې ډلو کې نفوذ لري.

هغه زياته کړې: ((خو کله چې د پاکستان په يوه زيارت کې ځانمرګى بريد وشو، پاکستان له کومې پلټنې او اسنادو پرته د هغه پړه پر افغانستان واچوله.))

خو محمود صيقل ويلي، پاکستان د دې په غبرګون کې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه وکړه، لارې يې وتړلې او په دغه هېواد کې يې د افغان کډوالو او مسافرينو پر ځورولو لاس پورې کړ.))

د نوموړي په وينا، د پاکستان دغه اقدامات د سوداګرۍ د نړيوال سازمان او د هغو هېوادونو له حقوقو څخه سرغړونه ده چې اوبو ته لاره نه لري.

د افغانستان ځانګړي استازي په پاکستان کې وروستي ترهګريز بريدونه وغندل خو زياته يې کړه: ((په ډېرو مواردو کې پاکستان اوس هغه څه ريبي چې پخوا یې کرلي وو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.