غزني ښار (پژواک، ٢٢ کب ٩٥): د غزني يو شمېر اوسېدونکو د هوا له ګرمېدو سره د نا امنیو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده، دغه راز د دغه ولايت چارواکو هم ويلي چې په ٥ ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته.
د غزني د واغظ ولسوالۍ د محمد خان کلا اوسېدونکي جان محمد د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هوا په تودېدو سره په دې ولسوالۍ جګړې ډېرې شوې دي.
هغه وويل: ((په تېرو ١٥ ورځو کې پر ولسوالۍ او امنيتي پوستو باندې درې ځلې بريدونه شوي چې دا د خلکو لپاره لوى تشويش دى.))
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې طالبان ځاى پر ځاى شوي او د بريدونو لپاره پلانونه جوړوي.
دغه راز د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان سيمې اوسېدونکي رحمت الله هم په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو ډېرېدو په اړه اندېښمن دى.
هغه وايي چې په دې وروستيو په دې ولسوالۍ نښتې ډېرې شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ده وويل: ((کله چې جګړې وي، خلک مجبور دي په کور کې کېني، له کاروبار او غريبۍ نه پاتې کېږي.))
د هغه په وينا، څلور ورځې وړاندې په دې سيمه کې جګړه وه چې يو شمېر طالبان هم په کې و وژل شول.
دى وايي: ((اوس خو لا هم هوا یخه ده، که ګرمه شي نښتې به نورې هم ډېرې شي.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره پراخ عمليات ترسره کړي.
دغه راز د غزني اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني سيمې اوسېدونکي محمد شريف پژواک ته وويل چې په تېرو لسو ورځو کې دوه ځلې طالبانو په دې سيمه کې د کابل- کندهار پر لويه لار خلک له موټرو ښکته او تالاشي کړي دي.
هغه وايي: ((په تېره اونۍ کې دوه ځلې جنګ وو چې ساعتونه يې دوام وکړ، سړک بند و، د خلکو د تګ راتګ لار بنده وه.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن