ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې ماشومان د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ووژل شول

author avatar
13 Mar 2017 - 16:42
author avatar
13 Mar 2017 - 16:42

جلال اباد (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په لسو بجو د خوږياڼو ولسوالۍ د مېملې په شګۍ سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د هاوان يوه مرمۍ د اوبو په وياله کې پرته وه او د ماشومانو د لوبو پرمهال يې چاودنه کړې ده.

د خوږياڼي په وينا، په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي دي.
 سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې ده.

د يادونې ده چې هر کال په هېواد کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

د خليل په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا مرمۍ په دې وروستيو کې توغول شوې وه، خو لورى يې ورته نه دى معلوم.

هغه وايي، ماشومانو غوښتل چې دا مرمۍ له لښتي را اوباسي او بيا يې پر کباړ خرڅه کړي، چې چاودنه يې پرې کړې او درې واړه  وژل شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.