ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې د ١٢٠ متره په اوږدوالي پول جوړ شو

په خوست ښار کې د ١٢٠ متره په اوږدوالي پول جوړ شو

author avatar
13 Mar 2017 - 14:32
په خوست ښار کې د ١٢٠ متره په اوږدوالي پول جوړ شو
author avatar
13 Mar 2017 - 14:32

خوست ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٥): د خوست د مرکز اړوند د متون سيمې پر خوړ د پول په  جوړېدو سره د لسګونو زره تنو د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د کب په ٢٣مه، د ياد پله د پرانېستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، دغه پول چې ددې ولايت يو شمېر ولسوالۍ له خوست ښار سره نښلوي،په تېرو پنځلسو مياشتو کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل، دغه پول ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۹،۵ متره سور لري، چې ټولټال ۹۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د فوايدعامې وزارت ورکړی دی.

حبيبي زياته کړه: ((دا پول د عليشېرو، صبري او يعقوبي، باک او ځاځي ميدان ولسواليو د خلکو د ورځني ژوندانه د اسانتيا په برخه کې مهم پرمختګ دی. د دې پله په نشتون کې د سيلاب راوتو پرمهال زموږ ډېرو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو اوس دغه ستونزه په بنسټيز  ډول هواره شوه.))

د خوست د فوايدعامې رييس انجينر مامورشاه پژواک اژانس ته وويل، ولايتي اداره هڅه کوي  چې په دې ولايت کې د پلونو د نشتوالي په برخه کې ټولې شته ستونزې هوارې او د خلکو اړتياوې پوره کړي.

هغه وويل چې د تېرو دوو کلونو په موده کې د خوست په بېلابېلو سيمو کې ۸ مهم لوی پلونه جوړ او ګټنې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

ده زياته کړه: ((اوس مهال په خوست کې پنځو نورو پلونو ته اړتيا ده چې جوړ شي. له دې ډلې څخه د دوو پلونو سروې شوې او هيله من يو چې د جوړولو چارې يې ژر پيل کړو.))

د فوايد عامې رييس انجينر مامورشاه دغه راز وويل چې د تڼيو د سيګۍ پله پر جوړېدو سره د يادې ولسوالۍ د شاوخوا ۹ زره کورنيو د تګ راتګ ستونزه په بنسټيز ډول هواره شوه.

هغه د سيمې له خلکو څخه وغوښتل چې د خپلې اسانتيا په خاطر له ياد پله څخه ساتنه وکړي او د تخريبېدو په حالت کې د فوايدعامې رياست مسوولينو ته په خپل وخت خبر ورکړي.

د متون سيمې يو اوسېدونکي حاجي شريف الله پژواک اژانس ته وويل چې د دې پله جوړېدل د خوړ پورې غاړې اوسېدونکو د ژوندانه مهمه او بنسټيزه اړتيا وه، ځکه د سيلابونو د راتلو پرمهال يې ډېرې ستونزې ګاللې دي.

شريف الله وويل:((د هر سيلاب پرمهال زموږ ډېر ناروغان ددې خوړ څخه بېرته ګرځول شوي، يا يې ساه ورکړې. ځينې وختونه دلته سيلاب يو شمېر خلک وړي هم دي. اوس زموږ اندېښنه رفع شوه.))

د يادونې ده چې په خوست ولايت کې د ۸ جوړو شويو پلونو له ډلې څخه پر پنځو پلونو شوی مالي لګښت د افغانستان د فوايدعامې وزارت او د پاتې نورو درېيو جوړو شوو پلونو پيسې نړيوال بانک ورکړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.