جلال اباد (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په لسو بجو د خوږياڼو ولسوالۍ د مېملې په شګۍ سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د هاوان يوه مرمۍ د اوبو په وياله کې پرته وه او د ماشومانو د لوبو پرمهال يې چاودنه کړې ده.
د خوږياڼي په وينا، په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي دي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې ده.
د يادونې ده چې هر کال په هېواد کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.
د خليل په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا مرمۍ په دې وروستيو کې توغول شوې وه، خو لورى يې ورته نه دى معلوم.
هغه وايي، ماشومانو غوښتل چې دا مرمۍ له لښتي را اوباسي او بيا يې پر کباړ خرڅه کړي، چې چاودنه يې پرې کړې او درې واړه وژل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن