د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په امنو سیمو کې د کوکنارو کښت کم او په ناامنو کې ډېر شوی

د کندهار په امنو سیمو کې د کوکنارو کښت کم او په ناامنو کې ډېر شوی

Mar 13, 2017 - 14:41

کندهار (پژواک، ٢٣ کب ٩٥) : چارواکي وايي، د کندهار په هغو سیمو کې چې امنیت یې په نسبي توګه ښه دی، کم کوکنار کرل شوي خو په هغو سیمو کې ډېر کرل شوي چې ناامنه دي او د وسله والو او قاچاق وړونکو فعالیتونه په کې زیات دي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست په پلان کې لري چې په دې ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړي او کرل شوي کوکنار له منځه یوسي.

خو سیمه ییز دولتي مسوولین له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د کوکنارو د اړولو پر ځای دې پراخ نظامي عملیات پلان کړي څو هم د کوکنارو کښتونه له منځه یووړل شي او هم لرې پرتې ناامنیه سیمې تر دولتي واک لاندې راشي.

په کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دې ولایت کې د پخوا په پرتله کم کوکنار کرل شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((په هغو سیمو کې چې امنیت یې ښه او د دولت واک په کې ډېر دی، کم کوکنار کرل شوي، خو په هغو سیمو کې چې وسله وال مخالفین او قاچاقچیان په کې فعال دي، ډېر کوکنار کرل شوي دي، خو په ټولیزه توګه یې کچه له تېرو کلونو کمه ده.))

نوموړي د کوکنارو د کښت دقیقه کچه و نه ښودله، خو ویې ويل په دې اړه د UNODC نړيوالې ادارې له خوا سروې پیل شوې چې لا بشپړه شوې نه ده.

دی وايي، د دغې سروې له بشپړېدو وروسته به معلومه شي چې په دې ولایت کې پر څومره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

خو شکران زیاتوي، ژیړۍ، پنجوايي او میوند د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې د نورو په پرتله په کې ډېر کوکنار کرل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په پلان کې لري چې په راتلونکو څو ورځو کې د کندهار په درېیو- څلورو ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړي.

دی وايي، د اړوند وزارت له خوا دوی ته هدف ورکړل شوی څو په دې ولایت کې پر ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یووړل شي.

خو د ده په خبره، په دې برخه کې د بودیجې د نشتوالي او وسایلو د کمښت ستونزه لا پر ځای پاتې ده چې وار له مخه له وزارت سره شریکه شوې ده.

خو ولسوالان او ځايي امنیتي مسوولین بیا غوښتنه کوي چې د کوکنار اړولو پر ځای دې پراخ عملیات وشي، څو په ترڅ کې یې هم د کوکنارو کښتونه له منځه یووړل شي او هم هغه سیمې د دولت تر واک لاندې راشي چې وسله وال مخالفین او قاچاقچیان په کې فعالیت لري.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ ټوله ساحه د دولت تر واک لاندې ده او دغلته د پخوا په پرتله کم کوکنار کرل شوي دي.

ده زیاته کړه، د کوکنارو له کرل کېدو وړاندې یې د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو سره لیدلي او هغوی ته یې خبرداری ورکړی و چې کوکنار به نه کري.

دی وايي، په دې برخه کې د فوډ زون پروګرام هم ډېره مرسته کړې ده او د پخوا په پرتله یې د کوکنارو کښت له ۶۰ تر ۷۰ سلنه کم کړی دی.

فوډ زون پروګرام په کندهار کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه د دوو کلونو لپاره پلان شوى و چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې( USAIDinfo-icon )له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

په دې پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.

ولسوال وايي، د یاد شوي پروګرام په چوکاټ کې د خلکو په غوښتنه د ابیارۍ د سیسټم د رغولو ډېرې پروژې پلي شوي او همدغو پرمختیايي چارو د کوکنارو د کښت په کمولو کې رول لوبولی.

خو د ده په خبره، په ځینو ساحو کې بیا هم خلکو د ډېر سخت مجبوریت له مخې کوکنار کرلي دي چې دوی یې د اړولو کمپاین ته چمتووال لري.

دی وايي، څو اوونۍ مخکې چې له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال کندهار ته راغلی و، د امنیتي ځواکونو په ګډه غونډه کې یې ورڅخه وغوښتل چې د کوکنارو د اړولو د کمپاین پر ځای دې عملیات وشي، څو هم د کوکنارو کښتونه له منځه یووړل شي او هم هغه سیمې د دولت تر واک لاندې راشي چې وسله وال مخالفین او قاچاق وړونکي په کې فعال دي.

د ده په خبره، تر ټولو ډېر کوکنار په دغه راز ساحو کې کرل شوي چې ګټه یې نېغ په نېغه وسله وال تر لاسه کوي او بیا پرې د جګړې ډګر تود ساتي او د افغانانو ویې پرې تویوي.

ده دا هم وویل چې تېر کال یې په دغه ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې وه.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله پژواک اژانس ته وویل، دغه ولسوالي ډېره پراخه ده چې د هلمند له یو شمېر ولسوالیو سره پولې لري.

ده زیاته کړه، د دغې ولسوالۍ لرې پرتې سیمې د وسله والو مخالفینو او قاچاقچیانو د فعالیتونو خوندي سیمې دي او په خلاص مټ په کې کوکنار کري.

د ده په خبره، خطرناکه خبره دا ده چې په دغو ساحو کې ان درې فصله او څلور فصله کوکنار کرل کېږي چې ګټه یې وسله والو مخالفینو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، د دولت په تر واک لاندې سیمو کې بیا خلک ځکه کوکنار کري چې اوبه ډېرې کمې دي او نور کښتونه ګټه نه ورته کوي.

دی وايي، د دې لپاره چې هم د کوکنارو کښتونه له منځه یووړل شي او هم د وسله والو مخالفینو فعالیتونه مهار شي، په کار ده دغلته پراخ چاڼيز عملیات وشي.

د ده په خبره، دغه غوښتنه یې څو اوونۍ مخکې له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له معین سره د سوېلي زون د څلورو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو په ګډه غونډه کې مطرح کړه، خو مثبت ځواب یې تر لاسه نه کړ.

بل خوا کروندګر او خلک وايي، د ډېر سخت مجبوریت پر بنسټ اړ شوي کوکنار وکري، خو له تېرو څو کلونو راهیسې یې له ډېر کړاو او لګښتونو سربېره هم ښه حاصلات نه دي اخیستي، ځکه یا یې موسمي افات خراب کړي او یا یې دولت له منځه یوسي.

د پنجوايي ولسوالۍ د پاشمول سیمې یوه کروندګر جان محمد پژواک اژانس ته وویل، که حکومت د کرنې د ودې لپاره د دهلې بند ورغوي او دغلته د اوبو د زېرمه کولو کچه ډېره کړي، د خلکو روا کښتونو ته بازار پیدا کړي، ځوانان پر کار کړي او پرمختیايي کارونه وکړي نو هيڅوک به هم کوکنار و نه کري.

دی زیاتوي، خلک د سخت مجبوریت او غربت له امله کوکنارو کرلو ته زړه ښه کوي، ځکه نور کرل شوي توکي هغسې پېرونکي نه لري لکه کوکنار چې یې لري.

د یادونې ده چې د کندهار ولایتي ادارې هم تېره ورځ په یوه غونډه کې له امنیتي ځواکونو غوښتي وو چې د کوکنارواړولو کمپاین ته چمتووالی ونیسي.

د کندهار ولایت سرپرست حاجي عبدالحنان منیب له امنیتي ارګانونو غوښتي وو چې له نشه يي توکو سره د مبارزې له ریاست سره همکاري وکړي او ټول کرل شوي کوکنار له منځه یوسي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال د نړيوالې ټولنې له مرستې پرته د ولس په همکاري د هېواد په کچه د نشه يي توکو په کرلو کې ١٩ سلنه او په توليد کې يې ٤٨ سلنه کمښت راغلى و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement