ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيداکبر اغا: سوله د ملت له منځګړتوب پرته نه شي راتللی

سيداکبر اغا: سوله د ملت له منځګړتوب پرته نه شي راتللی

author avatar
13 Mar 2017 - 19:51
سيداکبر اغا: سوله د ملت له منځګړتوب پرته نه شي راتللی
author avatar
13 Mar 2017 - 19:51

جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ٩٥): پخوانى طالب چارواکى او د افغانستان خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي چې په هېواد کې سوله د ملت له منځګړيتوب پرته نه شي راتللی او په همدې اړه يې  هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۲۳مه يې په جلال اباد ښار کې د ختيځو ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو، جهادي شخصيتونو او ديني عالمانو سره يوې ګډې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه چې د خلاصون لارې شورا په ننګرهار، کابل، هرات، بلخ او کندهار ولايتونو کې لويې او په يو شمېر نورو ولايتونو کې يې وړې استازولۍ جوړې کړي او د سولې په اړه د ولسونو نظريات راټولوي.

اکبر اغا وايي چې هېواد کې سوله له بين لافغاني خبرو اترو او د ملت له منځګړتوب پرته نه شي راتللی او هڅه يې پيل کړې  چې دغه زمينه برابره کړي.

نوموړي که څه هم ډير جزييات ورنه کړل؛ خو ټينګار يې وکړ چې له افغان حکومت، وسله والو مخالفينو او په ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو سره يې خبرې اترې کړي او ټولو په دې برخه کې مثبتې اشارې ورکړې دي.

دغه راز په ياده غونډه کې د دغې شورا د ختيځو ولايتونو مشر مولوي شمال خان وويل چې د ختيځ د ډيرو قومونو استازو سره يې خبرې کړي او په دغه برخه کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هغه زياته کړه چې سوله د اسلامي اصولو له مراعت کولو پرته نه شي تامينېدلی او اوسمهال د جګړې ښکيلو خواوو ټول اسلامي اصول تر پښو لاندې کړي دي.

دی وايي: ((په اسلام کې د بې ګناه انسان وژل، ځورول او هر راز اذيت ناروا کړنه ده؛ خو اوس يې د جګړې ښکيلې غاړې نه مراعت کوي.))

دغه راز د دغې شورا د کابل او مرکزي ولايتونو مشر عبدالودود صديقي وويل  چې د خلاصون لارې شورا کوم مالي تمويل کوونکی نه لري، هېچا پورې تړلې نه ده او د ټول ملت شورا ده.

دی وايي چې د شورا له موخو څخه يوه هم د سولې راتګ لپاره هلې ځلې دي، چې دوی يې په اړه زنځيري غونډې پيل کړي او پيل يې هم له ننګرهاره کړی دی.

د شورا يو بل غړي او د کونړ ولايت استازي محمد انور سلطاني د خپلو خبرو پرمهال په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جنګ جګړې لاس په سر او لکه د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند په څېر د سولې له بهير سره يو ځای شي.

هغه وويل چې د خلاصون لار شورا د ولسونو او ټول ملت يوه جرګه ده چې په وسله والو طالبانو او حکومت به فشار راوړي چې سوله وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.