ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميلبڼ: فساد له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د امنيتي بنسټونو وړتيا اغېزمنوي

ميلبڼ: فساد له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د امنيتي بنسټونو وړتيا اغېزمنوي

author avatar
13 Mar 2017 - 13:51
ميلبڼ: فساد له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د امنيتي بنسټونو وړتيا اغېزمنوي
author avatar
13 Mar 2017 - 13:51

کابل(پژواک، ٢٣کب ٩٥): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى فرانس مايکل ميلبڼ وايي چې د فساد پر وړاندې له غښتلې مبارزې او د فساد کلتور کې له رښتيني بدلون پرته به افغانستان د يوه کمزوري او بهرنيو مرسته د اړ هېواد په توګه پاتې وي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي، نن په ٢٠١٧ زېږيز کال کې د فساد پر وړاندې د خپلې مبارزې کمپاين پيل کړ. د ياد شوي کمپاين موخه د عامه پوهاوي رول پياوړي کول، له فساد نه مخنيوى او له فساد سره په مبارزه کې د دولت او خلکو همکاري ښودل شوې ده.

په افغانستان کې د اروپا ټولنه وايي چې دغه اووه  اوونيز کمپاين به يې په ځينو موضوعاتو لکه طبيعي سرچينې او ثبات، د کانونو د غير قانوني استخراج ګواښ، په قضايي سکتور کې فساد، د فساد مخنيوى او پر امنيتي سکتور کې پر فساد متمرکز وي او د مې مياشتې په پيل کې به په يوه ستر کنفرانس پاى ته ورسېږي.

  په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازي فرانس مايکل ميلبڼ وويل:(( له فساد سره د مبارزې له پرمختګونو سربېره، دا ښکارنده لا هم په زياتېدونکي ډول شتون لري او پر ځان بسياينې ته د افغانستان د رسېدو پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.))

 هغه زياته کړه چې فساد له  ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امنيتي ګواښونو وړتيا له تر اغېز لاندې راولي او خلکو ته د ملکي ادارو له لارې د خدمتونو د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو مخنيوى کوي، ددې ترڅنګ فساد په هېواد کې د پانګونې مخه نيولې او د اقتصادي ودې او کارموندنې مخکې خنډ ګرځي.

 د اروپايي ټولنې ددغه چارواکي په خبره، فساد د افغانستان ځوانان له يوې غوره راتلونکې ناهيلي کوي، دا وضعيت بايد بدل شي، د فساد پر وړاندې له رښتينې مبارزې او د فساد په کلتور کې له رښتيني بدلون پرته به افغانستان يو کمزورى او پر بهرنيو مرستو ولاړ هېواد پاتې وي.

ميلبڼ زياته کړه:((زموږ لومړى تمرکز د افغانستان د کانونو  او طبيعي سرچينو  پر ناقانوني استخراج دى، د کانونو نا قانوني استخراج د وسله والو لپاره د عوايدو ستره سرچينه ده چې هره ورځ په کې افغانان له منځه ځي، خو بيا هم په دې برخه کې د ډېرو کمو اقداماتو شاهدان يو، اروپايي ټولنه له افغان دولته غواړي چې د کانونو ناقانونه استخراج د مخنيوي لپاره  جدي اقدامات وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.