ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې دوه کتابتونونه پرانېستل شول

پکتيا کې دوه کتابتونونه پرانېستل شول

author avatar
13 Mar 2017 - 14:27
پکتيا کې دوه کتابتونونه پرانېستل شول
author avatar
13 Mar 2017 - 14:27

ګردېز(پژواک،٢٣کب٩٥): د پکتيا په دوو ولسواليو کې د يوه بنسټ له لوري د ځوانانو د علمي کچې د لوړوالو په موخه دوه کتابتونونه پرانېستل شول.

دغه بنسټ "وطنپال زلمي" نوميږي چې شاوخوا يو کال وړاندې د يو شمير ځوانانو لخوا جوړ شوى دى.

د دې بنسټ غړي وايي چې د هېواد د ډېری ستونزو حل  زده کړې دي او يوازې کـتاب او قلم د تاوتريخوالي د وسايلو ځای نيولی شي، نو په همدې فکـر يې هـوډ کړى چې په ټولنه کې د اساسي کار لپاره هر ځای، سيمې او کلي ته کـتاب ورسوي.

د دې بنسټ مشر منور انديال د کب په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول د يوه ګـډ ګـټور او نوښتګـر عمل لپاره سره راټول شوي او هڅه کوي چې ددې ولايت ټولو سيمو ته کتابونه ورسوي.

انديال وايي چې د کـتاب راټولونې کـمپاين يې د خلکـو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او هر چا تر وسه ورته کـتابونه ورکـړي او په راټولولو کې يې هم ور سره مرسته کـړې ده.

نوموړي پژواک ته وويل:((له هر چا مو د کـتاب غوښتنه وکـړه، ډېرو ځايونو ته  لاړو، کار واقعا ډېر ستړی و، خو ښه پايله او خوږه ثمره يې لرله؛ په دوه نيمو، درې مياشتو کې مو شاوخوا ۱۴ زره ټوکه بېلابېل کـتابونه او لسګـونه زره افغانۍ ترلاسه کـړي او په شفاف ډول مو د ملګـرو په شتون کې پرې کـتابونه واخيستل او تحويل مو کـړل.))

وطنپال زلمي بنسټ د کـتابونو راټولولو وروسته د کـتابتونونو په پرانېسته پيل وکـړ چې لومړی کـتابتون يې د پکـتيا په يوه لويه ولسوالۍ (څمکـني) او دويم يې په ډنډپټان ولسوالۍ کې پرانېست.

د وطنپال زلمي بنسټ مرستيال محمدشريف شريفي وايي چې د کـتابونو ټولولو جريان لا هم روان دی، خو د اوس لپاره شته کـتابونو ته په کـتنې هرې ولسوالۍ ته شاوخوا ۱۵۰۰بېلابېل کـتابونه ورکـوي او د ټولو ولسواليو په مناسبو ځايونو کې کـتابتونونه پرانيزي، چې لاسرسی ورته اسانه وي.

شريفي وويل:((د څمکنيو او پټان ولسواليو علم دوسته خلکـو لومړی غوښتنه وکـړه او له اصولو سره سم يې مناسب ځايونه برابر کـړل، دا چې د ډېری سيمو خلک له مطالعې سره يو څه نوي دي، موږ هم دا ټکی په نظر کې نيولی او هرې ولسوالۍ ته بېلابېل کـتابونه ورکـوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.