لښکرګاه (پژواک، ٢٣ کب ٩٥): په هلمند ولايت کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې د طالبانو له زندان نه ٣٢ بنديان خوشي کړي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي د کب په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو کومانډو ځواکونو تېره شپه د ناد علي ولسوالۍ د چاه ميرزا په څلور لاري کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان د ترسره شويو عملياتو په پايله کې ٣٢ تنه بنديان خوشي شوي دي.
د نوموړي په وينا، په خوشي شويو بنديانو کې درې تنه سيمه ييز پوليس او پاتې نور ټول يې ملکي وګړي دي.
د يادونې وړ ده چې پنځه ورځې مخکې د ناد علي او لښکرګاه ترمنځ عمليات پيل شوي او ځايي چارواکي ادعا کوي تر دې مهاله ٩٥ سلنه لاره سلنه خلاصه شوې، خو لا هم مقامت او عمليات دوام لري.
په همدې حال کې د سرحدي پوليسو يوه سرچينه وايي چې تېره شپه يې د لښکرګاه دريېمې حوزې د بولان سيمې منډيي ساحه هم له وسله والو مخالفينو څخه نيولې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن