کابل ښار(پژواک، ٢٤کب ٩٥): د کابل د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د اتمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې دوه پوليس د نا پېژانده وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند عبدالبصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل دا پېښه تېره شپه د کابل ښار په بيني حصار سيمه کې رامنځته شوې ده.
مجاهد زياته کړه: ((دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دواړو پوليس سرتېرو له خپلې پوستې نه بهر اور بل کړى و او ځانونه يې تودول چې د ناپېژانده وسله والو له لوري په نښه شول.))
هغه زياته کړه چې د پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي، خو پوليسو د قضيې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن