ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې بې وزلو کروندګرو ته ۳۰۰ ژورې څاګانې وهل کېږي

کندهار کې بې وزلو کروندګرو ته ۳۰۰ ژورې څاګانې وهل کېږي

author avatar
14 Mar 2017 - 11:47
کندهار کې بې وزلو کروندګرو ته ۳۰۰ ژورې څاګانې وهل کېږي
author avatar
14 Mar 2017 - 11:47

کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د کندهار امنیه قوماندان په دغه ولایت کې له بې وزلو کروندګرو سره د ژورو څاګانو د کيندلو او له هغو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستلو په برخه کې د مرستې یوه لړۍ پيل کړې ده.

امنيه قوماندان جنرال عبدالرارق دغه لړۍ د یو شمېر ملي سوداګرو په ملتیا د دغه ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې پيل کړې چې په ترڅ کې به یې ۳۰۰ څاګانې وکیندل شي او له هغو د اوبو را ایستلو لپاره به ورته د لمریزې برېښنا سيستم ولګول شي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، جنرال عبدالرازق غواړي د دغه ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې هغو کروندګرو ته ژورې څاګانې ووهي چې د اوبو د نشتوالي له امله یې کرنیزې ځمکې شاړې پاتې دي.

ده زیاته کړه، پر دغو څاه ګانو د لمریزې برېښنا سیستم نصبېږي چې په وسیله یې په ډېرې اسانۍ اوبه را ایستل کېږي او پر ځمکو لګول کېږي.

دی وايي، ټاکل شوې ده چې اوسمهال په ډنډ او دامان ولسوالیو کې کروندګرو ته ۳۰۰ دغه ډول څاه ګان وکیندل شي خو د اړتیا په صورت کې به دغه لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د ده په خبره، پر دې لړۍ ۱،۲ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او یو شمېر ملي سوداګرو له خوا په ګډه ورکول کېږي.

دراني وويل، ډنډ او دامان د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې کرنیزې ځمکې په کې ډېرې دي خو د اوبولو لپاره یې کافي اوبه نشته.

نوموړي زیاته کړه، امنیه قوماندان یوه کاري ډله ټاکلې ده څو هغه سیمې او کروندګر په نښه کړي چې له ورته ستونزې کړېږي، څو مرسته ورسره وشي.

د دراني په وينا، ، تر دې مهاله په ډنډ ولسوالۍ کې کروندګرو ته ۸۰ څاګانې کیندل شوې او لمریزه برېښنا ورته برابره شوې ده او دا لړۍ روانه ده.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دې لړۍ په پلي کېدو سره به ګڼ کروندګر په کار بوخت شي، شاړې ځمکې به ابادې شي او خلک به د دې جوګه شي چې پر خپلو ځمکو د ورځني ژوند د اړتیا وړ سابه، مېوې او نور توکي وکري او ښه حاصلات ورڅخه واخلي.

دی زیاتوي، په دې توګه به هم چاپېریال زرغون شي او هم به د سبزیو، سابو او مېوو اړتیا پوره شي، ځکه ډېر مهال د اړتیا وړ سبزیجات، مېوې او ان سابه له ګاونډيو هېوادونو څخه کندهار ته راوړل کېږي.

دراني یادونه وکړه چې له دغه اقدام څخه د امنیه قوماندان بنسټیزه موخه همدا ده چې خلک په کارونو بوخت شي، په کور دننه د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو کچه ډېره شي او د ګاونډیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.