ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سردار داوود خان روغتون ته برید کوونکي په موټر کې دننه شوي وو

د سردار داوود خان روغتون ته برید کوونکي په موټر کې دننه شوي وو

author avatar
15 Mar 2017 - 16:36
د سردار داوود خان روغتون ته برید کوونکي په موټر کې دننه شوي وو
author avatar
15 Mar 2017 - 16:36

کابل (پژواک، ٢۵ کب ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي، د سردارد داوود خان پر روغتون بريد کوونکي روغتون ته په موټر کې دننه شوي وو، یوه کس دروازې ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې وه او څلورو نورو په روغتون کې وسله وال بريد پیل کړی و.

دغه بريد د روانې مياشتې په ١٨مه ترسره شو. د بريد مسووليت داعش ډلې اخيستى دى.

د کشف او ستراتيژيکو استخباراتو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستيال او پر ياد پوځې روغتون د بريد د څېړلو کمېسيون مشر ډګر جنرال هلال الدين هلال نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پر دغه روغتون بريد کوونکي ټول پنځه کسان وو.

دى وايي چې پنځه واړه بريد کوونکي په يو موټر کې روغتون ته دننه شوي او بيا يوه یې له دننه دروازې ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې ده او څلور نور روغتون ته ننوتي او بريد ته يې دوام ورکړى.

ده د ياد موټر ډول څرګند نه کړ، خو د ملي دفاع وزارت وياند وايي چې بريد کوونکي په کرولا موټر کې روغتون ته ننوتلي دي.

هلال په دې اړه چې بريد کوونکي څه ډول روغتون ته ننوتلي، وويل: "د دغه روغتون تشکيل تر دوو زره کسانو ډېر دی، خو ټپيان او د درملنې په موخه هره ورځ دغه روغتون ته څلور زره کسان تګ راتګ کوي؛ نو طبيعي خبره ده، هغه کسان چې امنيت نيسي او يا هم نظارت کوي او د افغانستان شرايطو ته په پام تر ډېره بريده نه رعايت کېږي، متاسفانه دښمن له همدې خلا ناوړه ګټه اخيستې او په موټر کې روغتون ته دننه شوي دي."

دی وايي، هغه موټر چې بريد کوونکو کارولى، جعلي پليټ لري، د موټر خاوند او هغه کس چې موټر ته يې د غفلت له وجې د ننوتو اجازه ورکړې، تثبيت شوي او تر نظارت لاندې دي.

د هغه په وينا، د دې پېښې په تړاو تر اوسه شاوخوا ۲۴ کسان نيول شوي دي. دى وايي چې په دغو کسانو کې چې له جنرال څخه نيولې تر سرتېري او د روغتون تر کارکوونکو شامل دي.

دی زياتوي چې يو شمېر نور کسان د روغتون د اوپراسيون، اداري، اداري او استخباراتي چارو مکلفيت يې درلود، هم تر څېړنو لاندې نيول شوي دي.

هلال وايي، تر اوسه لا په دې اړه څېړنې نه دې بشپړې شوې او ځينې چارې يې له ملي امنيت رياست سره شريکې شوې څو په تخصصي او مسلکي ډول يې وڅېړي.

خو ده زياته کړه: "تر اوسه داسې شواهد او دلايل نشته چې دا ثابته کړي چې له روغتون څخه دننه له بريد کوونکو سره مرسته شوې، خو په دې برخه کې لا څېړنې پای ته نه دي رسېدلي تر څو څرګنده شي چې دغه کسان څه ډول روغتون ته د ننه شوي دي."

ده په دې اړه چې د روغتون په امنيتي کامرو کې څه شى ثبت شوي، وويل چې پلاوي په کامرو کې تر اوسه يوازې دا ليدلي چې بريد کوونکي څه ډول وسلې او برچې کاروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.