ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

ننګرهار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
16 Mar 2017 - 15:57
ننګرهار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
16 Mar 2017 - 15:57

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ٩٥): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او خلک په دغه ولايت کې د هدفي وژنو زياتوالي اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې ولايتي او امنيتي ادارې بايد د دغو پېښو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په تېرو څو اوونيو کې په جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې د يو شمېر د نا معلومو وسله والو له لوري پر له پسې ځیني کسان وژل شوي دي.

له دغو کسانو درې په جلال اباد ښار، يو په چپرهار ولسوالۍ او اووه کسان د خوږياڼو ولسوالۍ په کوز بهار سيمه کې وژل شوي دي.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د اخندزاده سيمې اوسېدونکي سيد اصف چې څو ورځې وړاندې يې د نا معلومو وسله والو له لوري د تره زوی ووژل شو، پژواک ته وويل چې د تره زوی يې پرته له دې چې د پوهنتون محصل و، نوره هېڅ ګناه نه درلوده.

هغه زياته کړه چې واحد الرحمن مازديګر مهال له جوماته بهر شوی او کور ته په لاره د موټرسايکل سپرو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

تر دې پېښې څو ورځې مخکې په چپرهار ولسوالۍ کې يو قومي مشر هم د نا معلومو وسله والو له لوري ووژل شو چې تر اوسه يې په تړاو هېڅوک نه دي نيول شوي.

دغه راز تر دې پېښې اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند په مجبور اباد سيمه کې د چپرهار ولسوالۍ دوه قومي مشران یارمحمد او حاجي صدیق د نا معلومو وسله‌ والو له لوري په ډزو وژل شوي وو.

د خوږياڼو ولسوالۍ د کوز بهار سيمې يو اوسېدونکي د نوم او غږ نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې د دغه کلي ۷ ځوانان د هدفي وژنو ښکار شوي او وژل شوي دي.

دی وايي چې ياد کليوال يو بل پسې دوه شپې وروسته وژل شوي او تر اوسه يې د وژل کېدو علت هم نه دی روښانه شوی.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې دغه ولايت د ګڼو هدفي وژنو شاهد دی او لوی علت يې هم د امنيتي منسوبينو بې غوري ده.

هغه زياته کړه چې يادې چارې په خلکو کې اندېښنې را پيدا کړې او امنيتي او کشفي ارګانونه بايد د دې چارې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

د ولايتي شورا يو بل غړي اسرارالله مراد هم پژواک ته وويل چې د هدفي وژنو زياتوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت ورته بايد ځانګړي تدابير رامنځته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.