د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

ننګرهار کې د هدفي وژنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

Mar 16, 2017 - 15:57

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ٩٥): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او خلک په دغه ولايت کې د هدفي وژنو زياتوالي اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې ولايتي او امنيتي ادارې بايد د دغو پېښو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په تېرو څو اوونيو کې په جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې د يو شمېر د نا معلومو وسله والو له لوري پر له پسې ځیني کسان وژل شوي دي.

له دغو کسانو درې په جلال اباد ښار، يو په چپرهار ولسوالۍ او اووه کسان د خوږياڼو ولسوالۍ په کوز بهار سيمه کې وژل شوي دي.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د اخندزاده سيمې اوسېدونکي سيد اصف چې څو ورځې وړاندې يې د نا معلومو وسله والو له لوري د تره زوی ووژل شو، پژواک ته وويل چې د تره زوی يې پرته له دې چې د پوهنتون محصل و، نوره هېڅ ګناه نه درلوده.

هغه زياته کړه چې واحد الرحمن مازديګر مهال له جوماته بهر شوی او کور ته په لاره د موټرسايکل سپرو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

تر دې پېښې څو ورځې مخکې په چپرهار ولسوالۍ کې يو قومي مشر هم د نا معلومو وسله والو له لوري ووژل شو چې تر اوسه يې په تړاو هېڅوک نه دي نيول شوي.

دغه راز تر دې پېښې اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند په مجبور اباد سيمه کې د چپرهار ولسوالۍ دوه قومي مشران یارمحمد او حاجي صدیق د نا معلومو وسله‌ والو له لوري په ډزو وژل شوي وو.

د خوږياڼو ولسوالۍ د کوز بهار سيمې يو اوسېدونکي د نوم او غږ نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې د دغه کلي ۷ ځوانان د هدفي وژنو ښکار شوي او وژل شوي دي.

دی وايي چې ياد کليوال يو بل پسې دوه شپې وروسته وژل شوي او تر اوسه يې د وژل کېدو علت هم نه دی روښانه شوی.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې دغه ولايت د ګڼو هدفي وژنو شاهد دی او لوی علت يې هم د امنيتي منسوبينو بې غوري ده.

هغه زياته کړه چې يادې چارې په خلکو کې اندېښنې را پيدا کړې او امنيتي او کشفي ارګانونه بايد د دې چارې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

د ولايتي شورا يو بل غړي اسرارالله مراد هم پژواک ته وويل چې د هدفي وژنو زياتوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت ورته بايد ځانګړي تدابير رامنځته کړي.

هغه د دغه کار لاملونه زورواکان، له دغو خلکو سره په داخل د دولت کې جوړ جاړی او د قانون عدم تطبيق ياد او زياته يې کړه چې که دغه کسان بندي هم شي؛ نو پوهېږي چې په روابطو او تحايفو خلاصېږي.

دی وايي چې نوي امنيه قوماندان د خپلې معرفۍ په غونډه کې ډېرې ژمنې وکړې او تمه به وکړو چې دا قوماندان د دې ډول پېښو په مخنيوي کې څه کوي.

مدني فعال او د چارو کارپوه اسدالله لاروی وايي چې د دې ډول پېښو د ډېرالي يو لامل د هغو کسانو وژل دي چې د هېوادوالو د ويښولو لپاره کار کوي.

هغه زياته کړه چې د دې ډول پېښو دويم علت دا هم کېدی شي چې خلکو ته حکومت ناتوانه ثابت کړي، چې حکومت د خلکو په غم کې نه دی او درېيمه دا خبره ده چې خلک په وېره کې واچوي يو ډول ډار رامنځته کړي چې د وسله والو د هر ډول کارونو او فعاليتونو پر ضد غږ پورته نه کړي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې ولايتي ادارې د يادې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي او تازه يې د جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې ځانګړي عمليات پيل کړي دي.

دی وايي چې په همدې موخه پر يوه موټرسايکل د دوو کسانو بنديز هم هغه څه دي چې د هدفي وژنو په کنټرول کې به ګټور ثابت شي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال بيا وايي چې په ټول ولايت کې د دې ډول پېښو په اړه اقدامات قوي شوي او ټول امنيتي ارګانونو او په ځانګړي ډول پوليسو ته د بيدارۍ امر شوی دی.

هغه وويل چې د هدفي وژنو او نورو پېښو د کنټرول په خاطر وخت ناوخت ځانګړي عمليات هم ترسره کېږي چې دا به هم د پېښو په کنټرول کې ګټور ثابت شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement