ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کرنې د دويم ملي لومړيتوب ملاتړ پروګرام پرانيسته وشوه

ننګرهار کې د کرنې د دويم ملي لومړيتوب ملاتړ پروګرام پرانيسته وشوه

author avatar
16 Mar 2017 - 16:03
ننګرهار کې د کرنې د دويم ملي لومړيتوب ملاتړ پروګرام پرانيسته وشوه
author avatar
16 Mar 2017 - 16:03

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ٩٥): په ختيځ کې د دويم ملي لومړيتوب ملاتړ پروګرام مسوولين وايي چې د کرنې ودې او ترويج ته کار کوي چې لومړی يې دغه چاره د ننګرهار له شپږو ولسواليو پيل کړه.

ياد پروګرام د کب په ۲۶مه په جلال اباد ښار کې پرانيستل شو او يو شمېر کروندګرو ته يې د دغه پروګرام په اړه د معلوماتو ورکولو ورکشاپ هم جوړ کړ.

په ختيځ زون کې د دويم ملي لومړيتوب ملاتړ پروګرام مشر عبدالکريم ناصح د ياد پروګرام د پيل په مراسمو کې وويل چې له دغه پروګرامه موخه په ټول هېواد کې د کرنې ترويج او وده ده.

دی وايي چې پروګرام په لومړي ځل د هېواد په لويو ولايتونو (ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات) کې پلی کېږي او وروسته به د کاميابېدو په صورت کې ټولو ولايتونو ته وغځول شي.

نوموړي زياته کړه چې په ننګرهار کې دغه برنامه په نهو ولسواليو کې پلان شوې او وروسته به بيا نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

ناصح وايي چې دغه برنامه به د ختيځ نورو ولايتونو ته هم پراختيا مومي او په ټول ختيځ زون کې به کرنې ته ترويج ورکړل شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحيمزي وويل چې د دويم ملي لومړيتوب ملاتړ پروګرام د کرنې وزارت د پراختيايي پروژو له جملو څخه او د نړيوالې کرنيزې پراختيا ادارې له لوري يې ملاتړ کېږي.

هغه وايي چې دغه پروژه له تېر يوه کال راهيسې د ننګرهار په کامې او ښېوې ولسواليو کې په امتحاني شکل پيل شوې وه چې په کې د دغو ولسواليو کروندګرو ته د غنمو د نمايشي قطعاتو د کرلو او بزګرو د ډلبندۍ لپاره کار کړی دی.

د کرنې رييس دا هم وويل چې ياده برنامه تازه په اوو نورو ولسواليو کې هم پلان شوې او ټولې نهه ولسوالۍ به په بر کې ونيسي او په راتلونکي کې به نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

په ياد پروګرام کې برخه اخيستونکی او د ښېوې ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس معلم اکبر پژواک ته وويل چې ياد پروګرام کروندګرو ته ډېر ګټور دی او کولی شي چې کروندګر خپله اصلاح شوي تخمونه او په لوړ معيار کرونده برابره کړي.

دی وايي چې ياد پروګرام تازه ترحه شوی او په راتلونکي کې به وکولی شي چې کروندګر پر خپلو پښو ودرېږي او هم ورسره د هېواد حاصلات لوړ شي.

د يادولو ده، د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم ولسمشر محمد اشرف غني د کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې بايد د هېواد کرنيز سکټور ته وده ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.