ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د مرمرو د يواځينۍ فابريکې چارې په ټپه درېدلي

په کونړ کې د مرمرو د يواځينۍ فابريکې چارې په ټپه درېدلي

author avatar
17 Mar 2017 - 11:00
په کونړ کې د مرمرو د يواځينۍ فابريکې چارې په ټپه درېدلي
author avatar
17 Mar 2017 - 11:00

اسعد اباد (پژواک، ٢٧ کب ٩٥) : په کونړ کې د مرمرو د يواځينې فابريکې څښتن وايي، چې ددولت لخوا ورته د مرمرو قرارداد، په نه ورکولو سره د٢٥٠ زره ډالرو پانګونه يې ډوبه شوې او لسګونه کسان بېکاره شوي دي.

په دې ولايت کې د لومړي ځل لپاره د مرمرو فابرېکې په ١٣٩٣ لمريز کال کې پر فعاليت پيل کړى ، خو اوس دوى وايي، چې د مرمرو د کانونو د بندېدو له امله د دوى کارونه هم په ټپه دريدلي دي.

په کونړ کې د مرمرو د فابريکې مالک لطف الله زهير وايي، چې درې کاله مخکې يې فابريکه فعاله کړې وه، خو تر يوې مياشتې فعاليت وروسته وتړل شوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لومړي سره کې يې له حکومت سره د مرمرو د کان قرارداد درلود، خو يوه مياشت وروسته حکومت دغه قرارداد فسخ کړ.

دى وايي، چې پر دې فابريکې يې ٢٥٠ زره امريکايي ډالر پانګونه کړې وه، او لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

زهير وويل، چې قانوني جواز هم لري او دولت ته يې هر کال ماليه هم ورکوله، خو اوس يې کاروبار بند او لګولې پانګه يې هېڅ عايد نه لري.

د  کونړ د سوداګرۍ خونې مشر محمد جلال وايي،  چې درې کاله مخکې يې قرارداد د کانونو وزارت ته لېږلى دى، خو تر اوسه قرار داد نه کېږي .

ده پژواک ته وويل : ((موږ له کانونو څخه تېږې فابريکې ته راوړو،خو اوس وزارت  ورته ويلي، چې د ولسمشر لخوا قراردادونه بند شوي دي.))

د نوموړي په وينا، په کونړ کې اويا (۷۰)سلنه د مرمرو معدنونه شتون لري، خو که اوس ورته حکومت قرارداد ورنکړي؛ نو فابريکې به يې له سقوط مخ شي.

جلال زياتوي،  چې د کونړ مرمر د سيمې په کچه ښه نوم لري ، ښه رنګونه يې دي، او له هېواده بهر هم ښه مارکېټ لري  ، حکومت بايد دې صنعت ته وده ورکړي؛ نه دا چې ستونزې ورته جوړې کړي.

د کونړ  ولايت د مرکز اسعد اباد ښار يو تن اوسېدونکى امير الله وايي، چې د مرمرو دغه يواځينۍ فابريکه د څو تنو لخوا جوړه شوې وه او لسګونو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره وه.

هغه پژواک ته وويل، له کله راهيسې چې دا فابريکه بنده شوې، لسګونه کسان بېکاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.