جلال اباد (پژواک ۲۷ کب ٩٥): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، چې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال يې د وسله والو غلو هغه ډله نيولې، چې د غلا ترڅنګ يې ډير کسان مړه او ټپيان کړي هم دي.
لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي دا څرګندونې د کب په ۲۷مه په امنيه قوماندانۍ کې د يو خبري کنفرانس پرمهال وکړې او زياته يې کړه، چې تېره اونۍ پوليسو دغه راز د نورو بېلابېلو جرمي کړنو په تړاو ۲۳ کسان نيولي.
هغه وويل، چې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د مخکينيو اطلاعاتو، پلټنو او ځانګړي پلان پر بنسټ د غلو هغه وسله واله ډله ونيول شوه، چې د غلا سربېره يې يو شمير کسان مړه او ټپيان کړي هم دي.
هغه وويل، يادې ډلې د نيولو پرمهال وسله واله نښته هم کړې او تر نښتې وروسته نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان وايي: ((دا غله موږ همداسې درولي، چې خلک يې مخونه وويني؛ ځکه دوی نه يوازې دا چې غلا کوله، له وسلو او زوره يې هم کار اخېسته او موږ سره يې هم نښته وکړه؛ نو پرېږده، چې خلک يې مخونه وويني.))
هغه له ولسونو وغوښتل، که د يادو غلو په اړه کوم راپور لري، يا يې ترې غلا کړې وي؛ نو امنيه قوماندانۍ ته دې راشي، ترڅو د يادو غلو قضيه لا قوي شي او زياته سزا وويني.
رحيمي دغه راز وويل، چې تېره اونۍ په ننګرهار کې د ګډو او ځانګړو ځواکونو په بېلابېلو ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ۷۲ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
هغه وايي، چې په يادو عملياتو کې دغه راز ۱۰ نور وسله وال ټپيان شوي او ۷ مشکوک کسان ژوندي هم نيول شوي دي.
د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ پوليسو د پلټنو په نتيجه کې ۲۴۰ کيلو ګرامه چرس هم نيولي او دغه راز په زيات شمېر کې چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن