ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ځانمرګى بريد وشو

ننګرهار کې ځانمرګى بريد وشو

author avatar
17 Mar 2017 - 15:16
ننګرهار کې ځانمرګى بريد وشو
author avatar
17 Mar 2017 - 15:16

لومړى تعقيب-جلال اباد(پژواک،٢٧کب٩٥): د ننګرهار په ځانمرګي بريد کې يو ملکي کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس عبدالظاهر حقاني د کب ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نن د جمعې له لمانځه وروسته د سرخرود ولسوالۍ د درونټې کلي هجرت کلي جومات ته څيرمه ځانمرګى بريد وشو.

هغه وايي: (( کله چې موږ له لمانځه وتلو، ځانمرګى زما ورور ته غاړه ورکړه او چاودنه وشوه.))

د حقاني په وينا د بريد موخه دې خپله وو، خو په چاودنه کې يواځې د ده ورور او ځانمرګى بريدګر وژل شوي دي.

ده وويل چې په پېښه کې نورو کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتى او د ځانمرګى دوه ملګري د ده د ساتونکو له لوري ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي هم ياد شوي بريد تاييد کړ او ويې ويل چې دغه بريد شاوخوا دوه نيمې بجى شوى دى.

هغه وويل چې په دې بريد کې د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو د رييس ورور شاه ولى وژل شوى او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((  برید ګر هڅه کوله،چې د حاجي شمس حجرې ته چې له لمانځه وروسته ورته په کې د کلي مخور را ټولیده،ننوځي،خو موخې تر رسیدو وړاندې یې په ځآن پورې تړل شوو توکو ته چاودنه ورکړې،چې امله یې یو تن شهید او درې تنه ټپیان شوي دي.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه پژواک ته وويل چې له دې پېښې يواځې يو وژل شوى کس دوى ته ور وړل شوى دى.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستى.

ډرونټه د جلال اباد ښار په ٧ کيلومټرې پرته سيمه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.