ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نعيمي : د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره بايد ګډه مبارزه وشي

author avatar
18 Mar 2017 - 17:29
author avatar
18 Mar 2017 - 17:29

جلال اباد (پژواک، ٢٨ کب ٩٥): د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ختيځ زون خبريالانو سره د ليدنې پر مهال د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

نوموړي دغه څرګندونې د کب په ٢٨مه، په ختيځو ولايتونو کې د بېلا بېلو رسنيو له خبريالانو سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وکړې.

د والي تر خبرو مخکې د يو شمېر ولايتونو ځايي خبريالانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، خپلې ستونزې او وړانديزونه يې له والي سره شريک کړل.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل، ددې لپاره کار په کار دى  چې څنګه کېدلی شي د ټولنې د هر فرد ذهنيت دې ته جوړ شي، چې له خپلو ملي ګټو او ارزښتونو څخه ساتنه وکړي .

د هغه په وينا، د دې تر څنګ هر څوک دا مسووليت احساس کړي چې د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره ګډه مبارزه د ټولو ګډ ملي مسووليت او رسالت دی.

نعيمي ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړچې ددوى د وړانديزونو او مشورو په برخه کې به په راتلونکې کې  پراخ کار وکړي .

د لغمان والي د امنيت، ښې حکومتوالۍ او د پرمختګونو  په برخو کې هم تفصيلي معلومات ورکړل او له ژورنالېستانو يې وغوښتل څو په ملي مسايلو کې موخې ته د رسېدو په خاطر بايد ور سره په ګډه مبارزه وکړي.

په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد لال پاچا ازمونه د ګډ کار د روحيې د رامنځته کېدو، د ولس او نظام تر منځ د واټن د راکمېدو او په ټوله کې د نظام د پياوړتيا لپاره داسې ناستې اغېزمنې وګڼلې او د ګډ کار او همکارۍ پر تداوم يې ټينګار وکړ.

خبريالانو ډاډ ورکړ چې د ژورنالېزم اصولو او د مسلکيتوب اصل ته په کتو به د دې ولايت د پرمختګونو او د هر اړخېزو خبرونو په نشر کې چې ملي ګټې او ارزښتونه په کې خوندي وي، درېغ و نه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.