د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جوزجان کې د داعش ډلې اته وسله وال وژل شوي

جوزجان کې د داعش ډلې اته وسله وال وژل شوي

Mar 20, 2017 - 16:53

شبرغان (پژواک، ٣٠ کب ٩٥): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د داعش ډلې د دوه مهمو کسانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

د جوزجان والي وياند محمدرضا غفوري وويل، چې ملي او سيمه ييزو پوليسو پرون شپه د درزاب ولسوالۍ په ارچتو کلي کې د داعش وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې په يوه دوه ساعته جګړه په کې د داعش ډلې اته غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: "د وژل شوو کسانو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي او له دې جملې يې يوازې يو کس له سيمې په تېښته بريالى شوى او په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او د يادو کسانو وسلې او مهمات د سيمه ييزو او ملي پوليسو لاس ته غورځېدلي دي."

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل، په وژل شوو کسانو کې د قوماندان سرکه او قوماندان اسماعيل په نومونو دوه ډلمشران هم شامل دي، چې څه موده وړاندې يې د درزاب ولسوالۍ دوه اوسېدونکي د تابعيت تذکرو په تړاو وژلي و."

هغه وويل، يادو کسانو دغه راز د روان کال د ژمي په لومړيو کې د ګرم جر په کلي کې د يوه بريد په سازمانولو سره اتيا کورونه سوځولي او دغه راز يې د سيمې درې کسان هم وژلي وو.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: "سرکه قوماندان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې له خطرناکو کسانو شمېرل کېده، چې همېشه به يې چاړه په ملا پورې تړلې وه او د خلکو په وژلو او له دوى د سرونو پرې کولو کې به يې ترې ګټه اخيسته."

د ويلو ده چې داعش ډلې پورې تړلو کسانو شا وخوا ٢٠ ورځې وړاندې د درزاب ولسوالۍ پر ارچتو او سردره کليو باندې بريد کړى و، چې د ياد کلي له نيولو او د سيمه ييزو پوليسو د دريو قوماندانانو وژلو وروسته يې د سردرې کلي يو اوسېدونکى له ملي پوليسو سره د همکارۍ په تور لومړى وژلى او بيا له هغه وروسته سوځولى و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement