ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکـتيا کې د بې سوادۍ کچې د راکمولو کمپاين پيل شو

پکـتيا کې د بې سوادۍ کچې د راکمولو کمپاين پيل شو

author avatar
20 Mar 2017 - 16:22
پکـتيا کې د بې سوادۍ کچې د راکمولو کمپاين پيل شو
author avatar
20 Mar 2017 - 16:22

ګردېز(پژواک،٣٠کب٩٥): پکتيا کې د قومونو د اړيکو دفتر، د پوهنې رياست په چوکاټ کې د بې سوادۍ کچې د راټيټولو په موخه د "ولوله افغانستان!" تر نوم لاندې کمپاين پیل کړ.

د يادې ادارې مسولين وايي چې دا کمپاين به د ټولنې د بېلابېلو سيمو له اوسېدونکو سره په ګډه پرمخ يو وړل شي.

دوی او د پوهنې رياست ځينو مسوولينو په دې اړه له ديني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره ګډه غونډه وکړه او د فعاليت د ښه تر سره کېدو په اړه يې نظرونه سره شريک کړل.

د يادې ادارې د تعليمي برخې مسوولې صنم شريفي د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی کمپاين د هېواد په کچه دی او اوسمهال يې په نورو ولايتونو کې له خلکو سره ناستې پيل کړي دي.

د شريفي په خبره، له ياد وګړنيز ملي کمپاين څخه يې موخه د بې سوادي د کچې راکمول او نړيوالو ته دا ښودل دي چې افغانان غواړي او کولی شي په خپله ټولنه کې مثبت بدلون راولي.

صنم وايي له دې لارې غواړي نجونې هم زده کړو ته لاسرسى پيدا کړي.

نوموړې زياته کړه:((بې سوادي لويه ستونزه او نيمګړتيا ده، موږ د بې سوادي او دې ناخوالي کمولو لپاره د مخورو، علماوو او فعالو ځوانانو په مرسته دا کمپاين تر سره کوو.))

د پکـتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان د تعليم په عامولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د اسلام مبارک دين پيل له زده کړې شوى دى.

حقبيان ښوونه او روزنه د ټولنې د نيکمرغي او سوکالي اساس يادوي او ټينګار کوي چې د اسلامي حکمونو، چارو او عباداتو د ښه تر سره کېدو لپاره هم تعليم ډېر اړين او د ژوند او پرمختګ بنسټ دی.

قومي مخور جنت خان منګل وايي چې اوسمهال خلک د تعليم په ارزښت پوهېدلي او غواړي په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

نوموړي وويل:((خلک له تعليم سره ډېره مينه لري، خو له بده مرغه بايد ووايم چې دولت لا هم سم پام نه دی کړی او په ډېرو سيمو کې زده کړو ته زمينه نه ده برابره شوې.))

د پکـتيا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي د قومونو د اړيکو له ادارې مننه وکړه چې د تعليم په برخه کې فعاليت کوي او د کال له پيله ور سره د زياتو زده کوونکو په جذب کې مرسته کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.