ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: نوي کال کې به داعش په ننګرهار کې وځپل شي

author avatar
21 Mar 2017 - 09:20
author avatar
21 Mar 2017 - 09:20

جلال اباد (پژواک د وري لومړۍ نېټه، ۹۶): د ملي امنیت عمومي رييس معصوم ستانکزى وايي، چې په ننګرهار ولايت کې د ولسونو د همکارۍ، ملکي او نظامي ادارو د همغږۍ او مرکزي ادارې د ځآنګړي پاملرنې له امله به په نوي کال کې داعش او نور مخالفين وځپل شي .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي پرون جلال اباد ته د سفر پر مهال ددې ولايت لپاره د ملي امنيت نوى ټاکل شوى رييس تورنجنرال صابر خان معرفي کړ.

هغه زياته کړه، چې په دې مراسمو کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان،سرحدي پوليسو،عامه نظم او امنيه قوماندانانو،ملي امنيت نوي ريييس،د ياد رياست مرستيال،د څلورمې پلې لوا قوماندان، د شمشاد ساحوي زون قوماندانۍ مرستيال او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملي امنيت نوي رئيس ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل، په دغه ولايت کې د شته ننګونو سره - سره د ولسونو همکاري د امنيت د تامين او ښې حکومتدارۍ د پياوړتيا په موخه يو غوره فرصت دی .

هغه وويل، مرکزي اداره دې د ياد فرصت څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې د ولايتي ادارې سره مرسته وکړي او همدا راز يې د ملي امنيت عمومي رئيس څخه د کابل ـ جلال اباد دويم لين سړک د چارو ګړنديتوب په موخه په امنيتي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد زمان وزيري په ننګرهار ولايت کې د ولايت مقام تر مشرۍ د امنيتي منسوبينو ترمنځ د ښې همغږۍ څخه يادونه وکړه .

نوموړي زياته کړه، وسله والو مخالفينو هڅه کوله،چې د خپلو شومو کړنو پر مهال په دغه ولايت کې يو شمېر ولسواليو ته جدي ننګونې پيدا کړي،خو د امنيتي منسوبينو د همغږۍ او پياوړتيا له امله يې د مخالفينو شومې کړنې خنثی کړې .

د ملي امنيت نوي رييس تورنجنرال صابرخان د ولسمشر او ملي امنيت عمومي رياست څخه مننه وکړه،چې پر نوموړي يې د ننګرهار د ملي امنيت د رئيس په توګه باور وکړ او پر دنده يې وګماره .

نوموړي ژمنه وکړه،چې په دغه ولايت کې به د ولايت مقام تر مشرۍ د امنيتي منسوبينو سره په پوره همغږۍ د امنيت د تامين او ولسونو ته د هوسا ژوند د برابرولو په موخه هلي ځلي وکړي .

د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزي د ننګرهار د ملي امنيت د نوي رييس د پخوانيو دندو څخه يادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ،چې د نوي امنيه قوماندان او ملي امنيت د نوي رئيس په ټاکنه سره به په دغه ولايت کې په امنيتي وضعيت کې د پام وړ بدلون راشي .

هغه زياته کړه،د مرکزي ادارې په ځانګړې پاملرنې،په دغه ولايت کې د غوره همغږۍ او ولسونو د همکارۍ له امله به د نوي کال په ترڅ کې داعش او نور مخالفين وځپي.

هغه ډاډ ورکړ،چې د کانال د فارمونو د ساتنې د ځانګړې قطعې د چارو د وروستيو کېدو، جلال اباد ښار کې د حوزو د فعالېدو او يو شمېر نورو برخو کې به په مرکزي کچه خبري اتري وکړی او ستونزو ته به د حل لازمې لارې چارې ولټوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.