د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

رباني: پاکستان د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ دى

رباني: پاکستان د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ دى

Mar 22, 2017 - 10:08

واشنګټن (پژواک، ٢ ورى ٩٦): د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي چې پاکستان د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره ستر ګواښ دى.

رباني دغه څرګندونې امريکا ته د سفر پر مهال په واشنګټن کې اتلانتيک شورا ته په خپله وينا کې کړې دي.

نوموړى دداعش پر ضد د نړيوال ايتلاف په غونډه کې د ګډون په موخه امريکا ته تللى، ټاکل شوې ده چې دا کنفرانس نن په واشنګټن کې پيل شي.

صلاح الدين رباني يادې شورا ته په وينا کې دافغانستان د بهرنۍ تګلارې لومړيتوبونه په ګوته کړل .

دغه راز نوموړي د هغو ننګونو او ستونزو يادونه هم وکړه چې په دې وروستيو کې افغانستان ورسره مخ شوى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې ترهګري اوس هم د افغانستان او سيمې د امنيت او ثبات لپاره ټولو ته ستر ګواښ دى، خو دافغان امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله اوس د تېښتې په حال کې دي.

هغه زياته کړه چې پاکستان اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، خو هندوستان د افغانستان په پرمختګ کې همکاري کوي.

رباني ويلي چې پاکستان په دوامداره توګه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه سرغړونه کوي او زياته يې کړه چې دغه هېواد اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د سولې مېز ته راشي ځکه چې دده په وينا، په پاکستان کې اوس حالات بدل شوي دي.

خو هغه د کابل او کندهار وروستيو امنيتي پېښو ته په اشارې سره وويل چې دغه ډول ترهګريزو کړنو ترسره کولو سره، ښکاري چې  طالبان نه غواړي سوله وکړي.

رباني زياته کړه : (( پاکستان دافغانستان او سيمې لپاره امنيتي ګواښ دى ، ولسمشر غني ډېره هڅه وکړه چې له دغه هېواد سره د اړيکو يو نوى باب پرانيزي، خو له بده مرغه د پاکستان له  لوري کوم عملي اقدامات ونه ليدل شول.))

هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د هلو ځلو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپله همکاري زياته کړي.

د بهرنيو چارو وزير ويلي چې افغانستان نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې مېز ته راولي.

د نوموړي په وينا، افغانستان له پاکستان غواړي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان طالبانو د مشرانو او نورو غړو پر ضد جدي اقدامات وکړي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement