واشنګټن (پژواک، ٢ ورى ٩٦): د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي چې پاکستان د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره ستر ګواښ دى.
رباني دغه څرګندونې امريکا ته د سفر پر مهال په واشنګټن کې اتلانتيک شورا ته په خپله وينا کې کړې دي.
نوموړى دداعش پر ضد د نړيوال ايتلاف په غونډه کې د ګډون په موخه امريکا ته تللى، ټاکل شوې ده چې دا کنفرانس نن په واشنګټن کې پيل شي.
صلاح الدين رباني يادې شورا ته په وينا کې دافغانستان د بهرنۍ تګلارې لومړيتوبونه په ګوته کړل .
دغه راز نوموړي د هغو ننګونو او ستونزو يادونه هم وکړه چې په دې وروستيو کې افغانستان ورسره مخ شوى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې ترهګري اوس هم د افغانستان او سيمې د امنيت او ثبات لپاره ټولو ته ستر ګواښ دى، خو دافغان امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله اوس د تېښتې په حال کې دي.
هغه زياته کړه چې پاکستان اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، خو هندوستان د افغانستان په پرمختګ کې همکاري کوي.
رباني ويلي چې پاکستان په دوامداره توګه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه سرغړونه کوي او زياته يې کړه چې دغه هېواد اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د سولې مېز ته راشي ځکه چې دده په وينا، په پاکستان کې اوس حالات بدل شوي دي.
خو هغه د کابل او کندهار وروستيو امنيتي پېښو ته په اشارې سره وويل چې دغه ډول ترهګريزو کړنو ترسره کولو سره، ښکاري چې طالبان نه غواړي سوله وکړي.
رباني زياته کړه : (( پاکستان دافغانستان او سيمې لپاره امنيتي ګواښ دى ، ولسمشر غني ډېره هڅه وکړه چې له دغه هېواد سره د اړيکو يو نوى باب پرانيزي، خو له بده مرغه د پاکستان له لوري کوم عملي اقدامات ونه ليدل شول.))
هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د هلو ځلو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپله همکاري زياته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن