ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د کشفي ارګانونو ناغېړي د لغمان د وروستۍ جګړې لامل دى “

” د کشفي ارګانونو ناغېړي د لغمان د وروستۍ جګړې لامل دى “

author avatar
23 Mar 2017 - 17:05
” د کشفي ارګانونو ناغېړي د لغمان د وروستۍ جګړې لامل دى “
author avatar
23 Mar 2017 - 17:05

مهترلام(پژواک،۳وری٩٥): د لغمان چارواکي او د دغه ولايت د ولايتي شورا او ولسي جرګې غړي وايي چې د کشفي ارګانونو ناغېړي او د حکومتي چارواکو نه پاملرنه د لغمان د وروستۍ جګړې ستر لاملونه دي.

دوی وايي چې تر يادې جګړې شپږ مياشتې وړاندې يې د لغمان د نا امنه کېدو راپورونه او اندېښنې د ولسمشر د ملي امنيت تر سلاکاره ورسولې؛ خو هېڅ پاملرنه ورته ونه شوه.

خو د لغمان والي وايي چې په ياده جګړه کې ناغېړي کوونکي مسوولين او دغه راز هغه کسان  چې دغې جګړې ته يې ډير لوړ تبليغات کړي، په تړاو به يې جدي او قانوني اقدام وشي.

دوی دغه راز پر کشفي ارګانونو نيوکه کوي چې د ټولو پوستو شاوخوا کورونو کې وسله وال ځای پرځای شوي وو؛ خو دوی يې په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړی.

سلګونه وسله والو د کب په ۱۰مه د لغمان مرکز مهترلام باندې ډله ييز بريد وکړ، چې ځان يې د لغمان د محبس تر ۳۰۰ مترۍ ورساوه؛ خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او جګړه په شاوتمبول شوه.

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي بريد جنرال نقيب الله پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، چې د دغه ولايت جغرافيه يي موقعيت چې له شپږو ولايتونو سره سرحد لري هغه څه و، چې وسله والو طالبانو دغه ولايت تر بريد لاندې راوست، ترڅو ياد ولايتونه هم نا امنه کړي.

نوموړي دا نيوکه هم وکړه چې کشفي ارګانونو د لغمان په جګړه کې پوره نا غېړي کړې؛ ځکه په خبره يې کله چې وسله والو د پوستو په شاوخوا کورونو کې سنګرونه جوړول؛ نو بايد کشفي ارګانونو يې معلومات تر لاسه کړي وای.

د لغمان دغه استازي په مرکزي حکومت هم نيوکه درلوده: ((موږ شپږ مياشتې وړاندې د پارلمان وکيلان، د ولايتي شورا وکيلان او والي صاحب ته لاړو ،وزارتونو ته حتی د ملي امنيت مشاور جناب اتمر صاحب سره مو دا خبره شريکه کړه؛ خو هېڅ اقدام ونه شو.))

په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې ذوفنون ساپۍ هم ورته څرګندونې او شکايتونه لري او دغه راز له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د لغمان په جګړه کې ناغېړي کوونکو چارواکو سره بايد قانوني چلند وشي.

هغې له پژواک سره په خبرو کې که څه هم د حکومت د دغه کار ستاينه وکړه چې تر وروستۍ جګړې وروسته يې د ملي امنيت رييس او امنيه قوماندان تغير کړل؛ خو وايي چې يوازې په تغير او تبديل کار نه کيږي، بلکې قانوني چلند ورسره وشي او د مکافاتو او مجازاتو اصل دې پلی شي.

د لغمان د ولايتي شورا استازي محمد ظاهر حسين خېل پژواک ته وويل،  وسله والو غوښتل چې پر لغمان د بريد پرمهال دغه ولايت ونيسي او خپل مرکز يې وګرځوي؛ خو امنيتي ځواکونو ورته په خپلې همغږۍ او قربانۍ ماتې ورکړه.

نوموړی په ياده جګړه کې کشفي ارګانونو ته د پړې ګوته نه نيسي؛ خو وايي، که مرکزي حکومت د دغه ولايت د امنيتي سکتور د ودې او لاتجهيز او ډيروالي په اړه اقدام کړی وای نو لغمان به د دومره لويې جګړې شاهد نه وای.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.