ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې  يوې پاکستانۍ کمپنۍ د يوه روغتون ١،٦ ميليونه ډالره تښتولي

په تخار کې يوې پاکستانۍ کمپنۍ د يوه روغتون ١،٦ ميليونه ډالره تښتولي

author avatar
23 Mar 2017 - 13:33
په تخار کې  يوې پاکستانۍ کمپنۍ د يوه روغتون ١،٦ ميليونه ډالره تښتولي
author avatar
23 Mar 2017 - 13:33

تالقان(پژواک،٣ورى٩٦): د پژواک خبري اژانس پلټنې ښيي چې يوې پاکستانۍ کمپنۍ په تخار ولايت کې د دوه سوه بستريز روغتون ١،٦ ميليونه امريکايي ډالره تښتولي دي.

دغه پاکستانۍ کمپنۍ په ١٣٩٢کال کې د تخار په مرکز تالقانو کې د يوه دوه سوه بستريز روغتون د جوړېدو چارو تړون لاسليک کړ، خو تر يو څه کار وروسته دغه کمپنۍ وتښتېده او د روغتون چارې يې نيمګړې پرېښودې.

د اړوندې موضوع په اړه د ياد شوي روغتون د ماشومانو د برخې مشر ډاکټر انوش همتا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا روغتون هیڅ ډول طبي وسایل نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

انوش وايي چې د دغه روغتون د طبي وسایلو پيسې غلا شوې دي، چې د پخواني روغتون زاړه وسایل ورته انتقال شوي، خو دغه وسايل بيا معياري نه دي.

نوموړی وايي: ((دوه میاشتې کېږي چې دې روغتون ته راغلي یو، پخوانى ولایتي روغتون مو ۱۲۰ بستره وو، د پخواني روغتون زاړه وسایل مو راوړي، ټولې خونې مو تشې دي، تر ټولو ساده وسایل هم نه لرو، ځکه چې پيسې یې تښتول شوې دي.))

دی وايي چې د دغه روغتون ودانیزې چارې هم نیمګړې دي، په خبره یې چې لارې یې باید پخې شوې وای چې لاهم نه دي شوي، یو شمېر دروازې یې لاهم نه دي ايښودل شوې او په ګڼو برخو کې یې نیمګړتیاوې شته.

ده زياته کړه چې د تخار سیمه ییزې ادارې  او د عامې روغتیا وزارت دغه پروژه په نيمګړې حالت کې ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

نوموړی وایي، داسې ښکاري چې د عامې روغتیا وزارت په دغه اختلاس کې شریک دی، ځکه په خبره یې تر هغه چې پروژه بشپړه شوې نه وای باید ګټې اخیستنې ته سپارل شوې نه وای.

د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټر حفیظ الله ساپی وايي چې دغه پروژه د المان هېواد له لوري غیر اختیاري وه چې په مرکز کې اعلان شوه او څو شرکتونو په کې ګډون درلود، چې تر ټولو ټیټه بیه د یوې پاکستانۍ کمپنۍ (AIRRS) وه.

ده وويل چې د يادې پروژې تړون د پاکستاني AIRRS او د الماني کمپنۍ AIPOS او د عامې روغتيا وزارت ترمنځ د نهه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت لاسليک شو.

نوموړی وایي: ((موږ د دغې پروژې نظارت کاوه، په وروستیو کې دغې کمپنۍ په تالقانو کې ټول مواد په قرض راوړي وو، موږ پرې جرمنان خبر کړل چې دوی ولې ټول مواد په قرض راوړي، جرمنانو له دوی څخه ضمانت وغوښت، شرکت له عزیزي بانک څخه د ١،٦ ميليونه امریکايي ډالرو ضمانت پاڼه راوړله، خو څه موده وروسته پاکستانیان وتښتېدل، کله چې جرمنانو عزیزي بانک ته مراجعه وکړه چې پیسې ترې واخلي، خو پیسې یې لاسته ورنه غلې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.