مزار شريف (پژواک، ٥ ورى ٩٦): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي سره د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ته رسېدلى دى.
له ارګ څخه د وري په ٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به نن د مزار شريف په يوه ښوونځي کې د نوي ښوونيز کال دپيل زنګ ووهي.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به دغه راز د "خالد بن وليد" په ښارګوټي کې د "نور" په نوم تالار او په روضه کې د يوه ستر جومات پرانېسته هم کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به د بلخ د والي لخوا په يوه مېلمستيا کې ګډون کوي او په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له مشرتابه او منسوبينو سره به هم وګوري.
ولسمشر مزار شريف ته په رسېدو لومړى د نور تالار د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د بلخ والي عطاء محمد نور په خپله وينا کې ولسمشر ته ښه راغلاست وويل او د ولسمشر د نن ورځې د بوختياوو په اړه يې معلومات ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د بلخ والي عطاء محمد د جمعيت اسلامي د ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره "بريالي مذاکرات" کړي چې په پايله کې يې ولسمشر غنی نوموړى د بلخ دنوي والي په توګه معرفي کړى، خو وروسته به استعفا ورکوي.
نور د نوروز په مراسمو کې وويل چې له ولسمشر سره هوکړې ته رسېدلى او له هغه يې وغوښتل چې په دې اړه د شوي تړون پرېکړې عملي کړي.
هغه زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د خپلې استعفا په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
ويل کېږي چې ددغه تړون له مخې په عطاء محمد نور کابل ته راځي او دلته به د ولسمشر د يوه اتحادي په توګه چارې پرمخ بيايي او په راتلونکو ټاکنو کې به د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه کانديدېږي.
عطاء محمد نور څو ورځې مخکې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د حکومت په اجرايي ډاکټر عبدالله کلکې نيوکړې وکړې او هغه يې پر شخصي ګټو تورن کړ.
د ولسمشر او د بلخ د والي ترمنځ تر تړون وروسته له مزار شريف ښار څخه د اجرايي مشر عبدالله ټول عکسونه ټول شوي او په رسمي ادارو کې هم نه ليدل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن