ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني مزار شريف ښار ته ورسېد

ولسمشر غني مزار شريف ښار ته ورسېد

author avatar
25 Mar 2017 - 11:52
ولسمشر غني مزار شريف ښار ته ورسېد
author avatar
25 Mar 2017 - 11:52

مزار شريف (پژواک، ٥ ورى ٩٦): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي سره د بلخ ولايت مرکز  مزار شريف ته رسېدلى دى.

له ارګ څخه د وري په ٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به نن د مزار شريف په يوه ښوونځي کې  د نوي ښوونيز کال  دپيل زنګ ووهي.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به دغه راز د "خالد بن وليد" په ښارګوټي کې د "نور" په نوم  تالار او په روضه کې د يوه ستر جومات پرانېسته هم کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به د بلخ د والي لخوا په يوه مېلمستيا کې ګډون کوي او په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له مشرتابه او منسوبينو سره به هم وګوري.

ولسمشر  مزار شريف ته په رسېدو لومړى د نور تالار د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د بلخ والي عطاء محمد نور په خپله وينا کې ولسمشر ته ښه راغلاست وويل او  د ولسمشر د نن ورځې د بوختياوو په اړه يې معلومات ورکړل.

د يادونې وړ ده  چې د بلخ والي عطاء محمد د جمعيت اسلامي د ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره "بريالي مذاکرات" کړي چې په پايله کې يې ولسمشر غنی نوموړى د بلخ دنوي والي په توګه معرفي کړى، خو وروسته به استعفا ورکوي.

نور د نوروز په مراسمو کې وويل چې له ولسمشر سره  هوکړې  ته رسېدلى او له هغه يې وغوښتل  چې په دې اړه  د شوي تړون پرېکړې عملي کړي.

هغه زياته کړه  چې په نږدې راتلونکي کې به د خپلې استعفا په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

ويل کېږي چې ددغه تړون له مخې په عطاء محمد نور کابل ته راځي او دلته به د ولسمشر د يوه اتحادي  په توګه چارې پرمخ بيايي او په راتلونکو ټاکنو کې به د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه کانديدېږي.

عطاء محمد نور څو ورځې مخکې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د حکومت په اجرايي ډاکټر عبدالله کلکې نيوکړې وکړې او هغه يې پر شخصي ګټو تورن کړ.

د ولسمشر او د بلخ د والي ترمنځ تر تړون وروسته له مزار شريف ښار څخه د اجرايي مشر عبدالله  ټول عکسونه ټول شوي او په رسمي ادارو کې هم نه ليدل کېږي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.