واشنګټن (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د القاعدې د يوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکړى دى.
د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د القاعدې دغه قوماندان د پاکستان اوسېدونکى قاري ياسين نومېده، تېره اوونۍ د افغانستان د پکتيکا ولايت اړوند سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې قاري ياسين دالقاعدې مهم غړى او مشهور ترهګر و، چې په پاکستان کې يې په ډېرو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
د امريکا ددفاع وزير جيمز ميټس ويلي چې قاري ياسين د مذهب تر نامه لاندې بې ګناه ملکي وګړي وژل او داسې خلک به له دوى څخه نه ژغورل کېږي.
بلخوا پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې قاري ياسين په لاهور کې د سريلانکا پر کرکټ لوبډلې، پخواني ولسمشر پروېز مشرف بريد او په اسلام اباد کې پر ميريټ هوټل بريدونو کې لاس درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن