د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا په افغانستان کې د القاعدې د يوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکړ

امريکا په افغانستان کې د القاعدې د يوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکړ

Mar 26, 2017 - 11:38

واشنګټن (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د القاعدې د يوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکړى دى.

د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د القاعدې دغه قوماندان د پاکستان اوسېدونکى قاري ياسين نومېده، تېره اوونۍ د افغانستان د پکتيکا ولايت اړوند سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې قاري ياسين دالقاعدې مهم غړى او مشهور ترهګر و، چې په پاکستان کې يې په ډېرو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.

د امريکا ددفاع وزير جيمز ميټس ويلي چې قاري ياسين د مذهب تر نامه لاندې بې ګناه ملکي وګړي وژل او داسې خلک به له دوى څخه نه ژغورل کېږي.

بلخوا پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې قاري ياسين په لاهور کې د سريلانکا پر کرکټ لوبډلې، پخواني ولسمشر پروېز مشرف بريد  او په اسلام اباد کې پر ميريټ هوټل بريدونو کې لاس درلود.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan