ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي: د ځواکونو په ليکو کې د نفوذي کسانو مخه نيسو

امنيتي چارواکي: د ځواکونو په ليکو کې د نفوذي کسانو مخه نيسو

author avatar
26 Mar 2017 - 20:31
امنيتي چارواکي: د ځواکونو په ليکو کې د نفوذي کسانو مخه نيسو
author avatar
26 Mar 2017 - 20:31

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٦): امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له فساد او کمزورۍ انکار نه کوي، خو له پوره چمتووالي هم خبردارى ورکوي او وايي، د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون او د کندهار پر مېلمستون د بريدونو د څېړنو په اړه پرمختګونه شوي دي.

دوى د کابل پر ٤٠٠ بستريز روغتون د بريد په تړاو د څلور کټګورۍ کسانو له نيولو خبر ورکوي او وايي، چا چې له بريدګرو سره همکاري کړې وي، په سخته سزا به محکوم شي.

د تېر کال د تلې په ١٨ مه نېټه، څو وسله والو کسانو د سردار محمد داود خان پر ٤٠٠ بستريز روغتون بريد وکړ. چارواکي وايي چې په ياد بريد کې ٤٩ کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي، چې په ياد بريد کې له ١٧٠ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ١٥٠ نور ټپيان دي.

د دې بريد مسووليت د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى دى.

د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله خان حبيبي، د کورنيو چارو وزير ډګر جنرال تاج محمد جاهد جاهد، د ملي امنيت رييس محمد معصوم ستانکزى، نن پر ياد روغتون د بريد او د هېواد د امنيتي وضعيت د څرنګوالي په اړه مشرانو جرګې ته وربلل شوي و.

دفاع وزير وويل، پر روغتون د بريد څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي، چې د ولسمشر او د حکومت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، چا چې په ياده قضيه کې لاس درلود او يا يې هم يو ډول همکاري کړې وي، سخته سزا به ورکړل شي.

هغه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، د امنيتي چارواکو د مشرتابه کمزوري او د امنيتي سکتور کې شته فساد د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبلې او نا امنيو د زياتېدو لامل شوي دي.

هغه د خبرو په دوام کې وويل: "د فساد د له منځه وړلو لپاره يو منظم پلان چمتو شوى، په پوځ کې مفسدينو ته اجازه نه ورکوو او تر اوسه هغه لسګونه کسانې په فساد تورن وو، عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي."

ياده جرګه کې د هلمند استازي شېرمحمد اخندزاده وويل، د سنګين ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو سره د اړينو امکاناتو د نه شتون له امله سقوط شوه او وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو ډېرې وسلې او مهمات ترلاسه کړل.

خو د دفاع وزير وويل: "د سنګين هر بوټى د سرتېرو په وينو ساتل شوى او هېڅکله به هم دغه ولسوالۍ پرېنږدي."

د نوموړي په وينا، د ملي اردو يوه لوا يواځې له دې امله چې له ګواښ سره مخامخ وه، يوې لوړې سيمې ته چې له پخوانۍ قرارګاه ٨٠٠ متره واټن لري، لېږدول شوې ده.

د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي، د سردار محمد داود خان پر روغتون د بريد په اړه وويل: "څلورو اړخونو ته څېړنې پيل شوې، په څلورو کټګوريو کې تورن کسان نيول شوي او تر تعقيب لاندې دي او په قضيه کې ډېر پرمختګونه شوي دي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.